آلمان څخه اوکراین ته ۴۴۰ ټنه خوراکي مواد وړل شوي دي
۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبهد آلمان د غذا او زراعت وزارت وويل چې دغه مواد چې نژدې ۷۰۰ پليټه (د تختو پليټ چې لويه بسته ورباندې تړل شوي وي او د ماشین په ذریعه لارۍ ته پورته کيږي) په ۲۰ لاريو کې انتقال شوي دي. د مرستو د انتقال دغه پروګرام شاوخوا يوه اوونۍ مخکې پیل شوی دی.
د آلمان حکومت وايي چې په دغو موادو کې عمدتاً اساسي خوراکي توکي لکه اوبه، جوس، د ماشومانو غذا او په اوسپنیزو قوطیو کې د ماهیانو او غوښو ساتل شوې غذاګانې شاملې دي چې د آلمان د مختلفو غذایي شرکتونو له خوا مرسته شوي دي.
د آلمان د خوړو او کرهڼې وزیر، جیم اوزدمیر، د آلمان خبري آژانس ته وويل: «موږ هره ورځ د تخریب او وحشت لا ډیر نوي رپوټونه ترلاسه کوو. اوکراین او د هغه له خلکو سره پيوستون د فخر خبره ده.»
اوزدمیر په عین حال کې له ټولو هغو شرکتونو مننه کړې چې په ډیره چټکۍ او له غیرضروري بروکراسۍ پرته يې مرستې برابرې کړي دي. هغه ويلي دي: «موږ د جګړې په سیمه کې خلکو سره د مرستې له پاره هر هغه څه چې کولی شو ترسره کوو يې.»
زیاته شوې چې دغو شرکتونو په مجموع کې ۹۰ لارۍ مواد چې نژدې ۳۰۰۰ پليټه کيږي د تیارولو ژمنه کړې ده، البته د هغو موادو په ګډون چې تر دې د مخه اوکراین ته لیږدول شوي دي.
یاد آلمانی وزارت وايي د اوکراین عامه موسساتو سره په ګډه په سیمه کې کار کوي تر څو اړمنې سیمې مشخصې کړي چې بیا د هغوی د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې آلماني شرکتونو ته د مرستو د تیارولو وړاندیز کيږي.
له آلمان څخه دغه بشري مرستې د پولنډ له لارې اوکراین ته انتقالیږي او وروسته بیا د اوکرايني چارواکو له خوا پر اړمنو خلکو ويشل کيږي. په ځانګړې توګه د خارکیف او ماريوپل د سيمو په څير اوسیدونکو باندې چې د روسي ځواکونو په حملو کې ډيرې ځپل شوي دي.
روسيې پر خپل ګاونډي اوکراین باندې د فبروري په ۲۴مه پوځي یرغل وکړ، چې تر اوسه د سولې کومې نښې نښانې نه ليدل کيږي.
dpa/mks/mns