د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران پر شاملولو غور
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک په روانو مظاهرو کې د ایراني اتباعو له سختو ځپلو وروسته «د ایران د سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې د شاملیدو» د احتمال خبره کړې ده.
پر ايران د اروپايې اتحاديې نوي بنديزونه او د ايران غبرگون
د آلمان د زرغون ګوند دغه سیاستوالې د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۰ مه) د آلمان د لومړي تلویزیون په خبري خپرونه کې په صراحت وویل: «موږ د بندیزونو نوې بستې عملي کوو. په دې لټه کې یو او چې څنګه کولی شو د سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړو«.
د سپاه پاسداران له لورې اعتراض کوونکو ته ګواښ
د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۹ مه د سپاه پاسداران عمومي قوماندان په شیراز کې په خپله یوه وینا کې د اعتراضونو د پای ته رسیدو غوښتونکی شو. هغه اعتراض کونکي وګواښل او ویې ویل: «نن ورځ ستاسې د شرارت وروستۍ ورځ ده.»
ایران پر دویچه ویله فارسي او څو اروپایي بنسټونو بندیزونه ولګول
امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ پر مهال سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړې وه، خو په اروپایي ټولنه کې دغه سازمان په ورته کوم لېست کې نشته.
که د اروپایي ټولنې ټول غړي هېوادونه سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړي، نو غړي هېوادونه کولی شي چې د دغه سازمان شتمنۍ کنګل کړي.
ف/ ظ / ب/ ص ( دویچه ویله)