آلمان: ملایان باید آلماني ژبه زده کړي
۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبهدغه اندیښنه د آلمان د زرغون گوند د پارلمان وکیل فیلیڅ پولات، څرګنده کړې ده او د حکومت پر دغه پلان یې شک ښکاره کړی دی. په خبره یې د آلماني ژبي د زده کړې دغه مکلفیت به په مسجدونو کي د ملایانو خلا رامنځته کړي ځکه په حواله یې په کافي اندازه ملایان وجود نه لري.
د کونراد آدیناور بنسټ د یوه تازه رپوټ پر اساس د آلمان په څه نا څه ۲۰۰۰ مسجدونو کي اوس هم ۹۰ سلنه ملایان له بهر څخه راغلي دي. په ځانګړې توګه په آلمان کې د پرتو ترکي مسجدونو ډیری ملا امامان، له بهر څخه راغلي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا استدلال کړی دی چي له دې کار سره به په آلمان کي د ملا امامانو او مسجدونو ته د ورتلونکو کسانو ادغام اسانه سي. حکومت اوس په دې اړه یوه مسوده تیاره کړې ده چي پارلمان به بیا وروسته هغه تصویب کړي. که څه هم دغه مقررات باید د ټولو ادیانو له پاره اعتبار ولري، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند په حواله به هغه د ایتلافي حکومت د تړون له مخي تر ټولو دمخه د اسلامي امامانو له پاره اعتبار ولري.