آلمان: وسله واله مقابله وروسته له ۳۴ ساعتونو پای ته ورسیده
۱۴۰۲ آبان ۲۱, یکشنبهد المان امنیتي ځواکونو اعلان کړی دی چې د هغه کس مړی یې موندلی دی چې شاوخوا ۳۴ ساعته یي دوی مصروف ساتلي وو. د پولیسو یوه ویاند رسنیو ته ویلي دي چې د اصلي شکمن کس جسد یې د یوې ودانۍ په یوه برخه کې، چې هغه په کې سنګر نیولی وو د یکشنبې په شپه ۱۲:۳۰ بجې ترلاسه کړی دی. په دې نښته کې بل هیڅ چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې آیا دغه کس پخپله ځان وژلی دی او که د پولیسو په ډزو وژل شوی. سربیره پر دې تر اوسه پورې دا هم معلومه شوې نه ده چې د پولیسو په مقابل کې د دغه کس د سنګر نیولو انګیزه څه وه.
په برلین کې د روغتیا وزارت یوه ویاند ویلي دي چې په دې اړه د عدلي طب څیړنې روانې دي.
دغه کس د شنبې په ورځ څو ځله د هغې ودانۍ مخې ته چې وروسته یې بیا په کې سنګر نیولی وو دیخوا او ها خوا ډزې کړې وې.
امنیتي ځواکونو په څو ساعتونو کې هڅه کړې وه چې له دغه کس سره تماس ونیسي، خو بریالي شوي نه وو. بالاخره یې پر دغې ودانۍ هجوم ور وړی وو.
د دېوسله وال کس سربیره په لومړیو کې یو ماشوم، مور یې او یو بل شکمن کس هم په دې کور کې موجود ول. دغه شکمن کس په داسې حال کې چې وسله ورسره وه، له کوره د وتلو پر وخت نیول شوی وو. ماشوم او مور یې هم په شپه کې بې له دې چې زیان ورته ورسیږي له کوره وتلي ول.
د المان خبري آژانس د شنبې په ورځ وویل چې د دې کور مخته د یوې چاودنې غږ واوریدل شو او یو زغروال موټر د دې کور پر لور د حرکت په حال کې وو. خو پولیسو په دې هکله نور جزویات نه دي ورکړي.
ویل کیږي چې پولیسو د پيښې له ځای څخه څو وسلې، یو اندازه مهمات او یو لاسي بم ترلاسه کړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص