آيرلنډ غواړي په سونو نور افغانان ومني
۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبهد آيرلنډ د عدلیې وزيرې هيتر همپريز د سه شنبې په ورځ وويل: «هغه افغانان چې اوس په آيرلند کې اوسيږي يا پخوا اوسيدلي وي، کولی شي د خپلې کورنۍ د غړيو د راغوښتلو له پاره درخواست وکړي.»
د نوموړې وزيرې له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې ماشومان، مېندې چې په يوازې سر ورته د اولادو سرپرستي ور تر غاړې وي، زاړه، معيوبين او همد راز د بشري حقونو فعالين بايد لومړيتوب ورلري.
د اروپايي ټولنې دې هېواد چې څه نا څه ۵ ميليونه نفوس لري، په روان کال کې تر اوسه تر ۶۷۰ ډېر افغانان منلي دي.
په افغانستان کې د اګست مياشتې په نيمايي کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، لوېديځو هېوادونو په بيړه د خپلو سيمه ایزو کارکوونکو په راايستلو لاس پورې کړی خو اوس هم يو شمیر هغه کسان چې د ځانګړي ګواښ سره مخ دي، لا په دغه هېواد کې پاته دي.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: