اعلان
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست څو ورځې مخکې وویل چې افغانستان ته «نوې چاپ شوې افغانۍ» لیږدول کیږي. د مرکزي بانک د تفتیش کمیټه وایي نوي بانک نوټونه به چې لس میليارده افغانۍ دي، تر یوې میاشتې هم کمه موده کې افغانستان ته ورسیږي. د افغانستان په بازارونو کې د زړو افغانیو ستونزه څومره پراخه ده؟ د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره د نویو بانک نوټو چاپ څه اهميت لري؟ په پخلاینه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.