اروپايي اتحاديه: په تېلو د چليدونکو موټرو پېر منع کیږي
۱۴۰۱ آبان ۶, جمعهد اروپا پارلمان د اکتوبر په ۲۶مه شپه، له ۲۰۳۵ کال وروسته د اروپايي اتحادېې په ټولو غړو هیوادونو کې د نوو ډيزلي او پطرولي موټرو د خرڅلاو ممنوعيت ته مثبتې راېې ورکړې. د چهارشنبې شپې په رای اچونه کې د اروپا پارلمان دغه طرحه د ۳۳۹ موافقو او ۲۴۹ منفي رايو سره تصویب کړه.
د دغې طرحې وړاندیز تېرکال د اروپا کميسيون له خوا شوې وو، هغه په دې هدف چې په موټرو کې د فوسيلي سوند موادو د کارولو په نتیجه کې د خپریدونکي کاربندای اکسايد ګازو کچه صفر ته راښکته شي.
اقليمي رپوټ؛ تیر اوه کلونه د حرارت درجې د ثبت په تاريخ کې تر ټولو ګرمه دوره
د اروپا کمیسیون په خبره، «دغه اقدام د اروپايي اتحادېې د چاپيريال ساتنې اهدافو په تحقق کې مرسته کوي» او همدارنکه به ېې عام خلک له ګټو مستفید شي له هغې ډلې د سوند موادو بېې راښکته کیدل او د هوا په کیفيت کې د لا ښه والي راتلل.
د اسوشتید پریس په حواله، د اروپايي اتحادېې مذاکره کونکو دغه توافق د پنجشنبې په شپه لاسلیک کړ. دا د اروپايي اتحادېې د «۵۵ له پاره مناسبې» بستې په نوم هدف ته د رسيدو په لار کې لومړنی توافق دی. د دغې بستې پر اساس اروپايي اتحاديه غواړي په روانه لسیزه کې د ګلخانه يي ګازاتو انتشارات ۵۵ سلنه او تر ۲۰۳۵م پورې ېې سل په سلو کې راکم کړي.
رپوټ: اقليمي بدلون د نړۍ یو میلیارډ ماشومان له خطر سره مخ کړي
د دغه توافق پر اساس، مخکې له دې چې په ۲۰۳۵ کې د یادو ګازات خپریدا سل سلنې ته راښکته شي، د موټرو تولیدونکي شرکتونه دې ته اړتیا لري چې په ۲۰۳۰ کال کې داسې موټرونه بازار ته عرضه کړي چې د گازو افرازات ېې د ۲۰۲۱م کال ساخت موټرو په پرتله، ۵۵ سلنه لږ وي.
د اروپا پارلمان او غړي هیوادونه باید دغه توافق مخکې تر اجرايي کیدو رسماً تصویب کړي.
د ګلاسکو اقلیمي غونډې پای؛ د نړۍ هيوادونه پر يو نوی توافق سلا شول
اروپايي پارلمان وايي چې دغه توافق د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کلني کنفرانس په درشل کې یو زيګنال دی کوم چې «دغه اتحادیه ېې د مشخصو قوانین ایجادولو له پاره جدي ده، څو وشي کړای د اروپا د آب و هوا قانون مطابق ټاکلو لا ډیرو لوړو اهدافو ته ورسیږي.»
آ/م.ک.ص./ب.ص.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: