1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له خپلي بودجې څخه هنگري ته پيسي نه ورکوي

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

اروپايي ټولنه د اوس له پاره نه غواړي چې د دغي ټولنې له بودیجې څخه د هنګري له پاره ځانګړې شوې بودیجه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4KsIc
بروکسل ـ ويکتور اوربان او اورزولا فوندلاين
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir

اروپايي ټولنه  اوس مهال نه غواړي چې د دغي ټولنې له بودیجې څخه د هنګري له پاره ځانګړې شوې بودیجه ورکړي. په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو سفیرانو په دې اړه پري موافقه کړې ده. د دیپلوماتانو په وینا، رقم باید دومره لوړ نه وي لکه څنګه چې په اصل کې د اروپا کمېسیون له خوا وړاندیز شوی. د ۷،۵ ميلیارده یورو پر ځای، یوازې ۶،۳ ميلیارد ښاي کنګل شي. د دې اقدام شالید ته په کتو سره دا اندېښنه شته چې په هنګري کې د فساد پر وړاندي د اغېزمن اقداماتو نه تر سره کيدلو له امله، د اروپايي اتحادیې فنډونه په سمه توګه نه کارول کیږي.