«اروپا به سږکال یو سخت وچ دوبی ولري»
۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعهد آلمان په کیل پوهنتون کې د چاپيریال ساتنې محقق، مجیب لطیف، دویچلند فونک راډيو ته ويلي دي چې يوازې په مارچ او اپریل میاشتو کې بې وقفې وروښتونه کولی شي د دوبي په موسم کې د وچکالۍ مخنیوی وکړي.
هغه وايي له دې پرته، د ځنګلونو د اور اخیستنې لوړ خطر موجود دی او د کرهڼې په سکتور کې به هم د حاصلاتو کچه ټېټه وي.
لطیف همدارنګه د انرژۍ له یو بحران څخه هم خبرداری ورکوي، ځکه چې د دوبي په موسم کې د فرانسې اتومي تاسیسات د اوبو د کمښت په دليل خپل فعالیتونه یا تر ډيره حده ټيټوي او یا ېې په بشپړه توګه متوقف کوي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: په اروپا کي به وچ دوبي نور هم ډېر سي
دغه محقق وړاندیز کوي تر څو د ځمکې کرې له ګرمېدو سره د مقابلې له پاره یوه نړیواله انګیرنه رامنځ ته شي. هغه ټینګار کوي چې د ځمکې د تودوښت مخنيوی یوازې په نړیواله سطحه د ګلخانه يي ګازونو د کمولو په صورت کې ممکن دی.
لطیف د فرانسې او د ايټالیا په شمال کې اوسنی وضعیت د آلمان له پاره د یوې طرحې په توګه توصیف کړ چې د وچکالۍ د ادامې په صورت کې آلمان هم ګواښي.
ورته نور ولولئ:له وچکالۍ سره د مبارزې له پاره د مصنوعي اورښتونو رامنځته کول
د آلمان د هواپېژندنې ادارې د رپوټ پر اساس، په دغه هیواد کې د ژمي میاشتې ډېرې وچې وې چې له کبله ېې د پر له پسې دولسم ځل له پاره یو ګرم کال ثبت شو.
په فرانسه کې د روان میلادي کال له پېل راهیسې له ۳۰ ورځو ډير په پر له پسې توګه هيڅ باران نه دی شوی. په ايټالیا، سويس او د اتریش په ځينو برخو کې هم د پراخې وچکالۍ ګواښ موجود دی.
د لګام بینت د چاپېریال ساتنې سازمان وايي چې په آلپ غرونو کې د تېرو میاشتو په جریان کې د تېرو کلونو په پرتله په اوسط ډول ۵۳ سلنه لږ واوره ورېدلې ده.
دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز
له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم وګورئ: