اسرائيل په سوريه کې هوايي حملې کړي
۱۴۰۲ تیر ۱۱, یکشنبهد سوريې دولتي خبري آژانس، سانا، د ېوې پوځي منبع له قوله ويلي دي: «اسرائيلي غليمانو د لبنان له شمال شرق څخه د حمص ښار په ګاونډ کې پر پرتو یو شمېر موقعیتونو هوايي حملې کړي دي.» زیاته شوې چې دغه اهداف له لبنان څخه په شاوخوا شل کيلومترۍ کې پراته دي.
د اسرائیل پوځ هم تر حملو څو ساعته وروسته د شنبې په سهار په یوه اعلاميه کې کړې هوايي حملې تائيد کړي دي. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې دوی «په سوريه کې د الوتکې ضد یوه دستګاه په نخښه کړې ده.» پوځ زیاته کړې چې دغه حملې يې «له سوريې څخه د اسرائيل په خاوره کې د الوتکې ضد یوه توغول شوي توغندي په ځواب کې کړي دي.»
ورته مطلب:اسرائیل د سوریې پر پوځي هدفونو هوایې برید کړی
په اعلاميه کې زیاته شوې چې د اسرائيل جنګي جيت الوتکو همدارنګه «په سيمه کې نور اضافي اهداف هم په نخښه کړي» او دا چې د سوريې له خوا فیر شوی د الوتکې ضد توغندی «په هوا کې منفجر شوی» او پېښه ځاني زیان نه لري.
سانا بیا په خپل رپوټ کې ويلي چې د سوريې د هوايي دفاع ځواکونو یو شمېر توغندي شنډ کړي او په شوو حملو کې یوه اندازه «مادي» زيانونه درلودلي دي.
د سورېې د بشري حقونو د څار ډله چې مقر ېې په بریتانیا کې دی ویلي دی چې د حمص شمالشرق سیمه د حزب الله ډلې قوي سنګر دی او د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو پوځي زېرمې په کې دي.
ورته مطلب:اسرائیل په سوریې کې د حزب الله پر مرکزونو برید کړی
اسرائيل د څه باندې ېوې لسیزې په جریان کې د سوريې په قلمرو کې په سلونو هوايي حملې ترسره کړي چې تر ډېره ېې په کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو، د لبنان د حزب الله جنګیاليو او همدارنګه د سوريې د پوځ موقعیتونه په نخښه کړي دي.
(AFP)mks/mns
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم وګورئ: