1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد: کابل ته د مولانا فضل الرحمن له سفره ملاتړ نه کوو

۱۴۰۲ دی ۲۲, جمعه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د دغه هېواد حکومت افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د رهبر له سفر څخه ملاتړ نه کوي او له هغه څخه به د دغه سفر په هکله توضیحات وغوښتل شي.

https://p.dw.com/p/4b9bH
Pakistan Außenministerium in Islamabad
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې، زهرا ممتاز بلوچ، کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر او له طالب چارواکو سره ېې ليده کاته شخصي بللي دي.

د طالبانو او اسلام آباد تر منځ اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوي دي چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بريدونه په بېساري توګه ډېر شول. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پی دغه حملې د افغانستان له خاورې تنظیموي او د دغو حملو په اجرا کې هم افغانان رول لري، خو پر افغانستان حاکم طالبان بیا د پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

د پاکستاني رسنيو په حواله، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې د خپل اوونيز مطبوعاتي کنفرانس پر مهال لومړی کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر په هکله له څه ویلو ډډه وکړه، خو وروسته ېې وويل چې هغه یو شخصي سفر وو.

تازه داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له رهبر، ملا هبت الله آخندزاده، سره هم په کندهار کې ليدلي، خو د طالبانو ادارې تر اوسه دغه رپوټونه نه رد او نه هم تائيد کړي دي.

شنونکي ګمان کوي چې کېدای شي فضل الرحمن په دغه سفر کې د پاکستاني طالبانو له افرادو سره هم کتلي وي.

ممتاز بلوچ زیاته کړه چې اسلام آباد د تحریک طالبان پاکستان یا پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو ته تمایل نه لري.

مېرمن بلوچ وویل: «د پاکستاني طالبانو ممنوعه تحريک څو تروريستي حملې په پاکستان دننه ترسره کړي دي. موږ د افغانستان له موقت حکومت څخه غواړو چې د تروريستانو پر ضد اقدام وکړي.»

تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستاني طالبانو د مهارولو په برخه کې د پاکستاني چارواکو د غوښتنې په تړاو ويلي دی چې دوی په پاکستان کې د امنیت د تامين مسئولیت نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل