افریقایي کوپړۍ ولې په غلا المان ته راوړل شوې وې؟
۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعهپه برلین کې د یوه موزیم په حواله داستعمارپه دور کې المان ته د راوړل شوو لسګونو کوپړیو د «ډي ان ای» تر معایناتو وروسته یي د درو کوپړیو پورې اړوند خپلوان، چې اوس په تنزانیا کې میشت دي، موندلي دي.
د المان د پلازمېنې «له تاریخ مخکې او د ابتدایي تاریخ« دې موزيم ته د راوړل شوو کوپړیو «ډي ان ای» وڅیړل شول، څو دغه پاتې شونې (د سر د کوپړۍ هډوکي) د هغوي ژوندي پاتې عزیزانو ته وسپارل شي.
دغه تحقیق ولې مهم دی؟
په برلین کې د اس پي موزیم د مسئولینو په وینا دا لومړی ځل دی چې د «ډي ان ای» د څیړنې په اساس د دغو پاتې شونو او د اولادونو ترمنځ یې واضح اړیکې لټول شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده «اوس به زر تر زره خپلوانو او دتنزانیا حکومت ته په دې اړه اطلاع ورکړل شي». د دې آزمایشي پروژې په اساس د نږدې ۱۱ زره کوپړیو تحقیقات ترسره شوي دي. دې موزیم په ۲۰۱۱م کال کې دا ډول ۷۰۰۰ باقیات په برلین کې له شاریټي روغتون څخه ترلاسه کړي وو.
د احتمالي خپلوانو د پيدا کولو له پاره د ځانګړو سیمو له مختلفو قبایلي اشخاصو د خولې د لُعاب (لاړو) نمونې اخیستل شوې وې.
له کوپړیو څخه یې د یوې بشپړې جینیټيکي نقشې له هغه کس سره مطابقت وکړ، چې نن هم ژوندی دی. همدا ډول له نورو اتو کوپړیو څخه د دوو جینیټيکي نقشه د افریقا د «چاګا قبیلې» له خلکو سره ډیر زیات شباهت یا ورته والی لري.
د موزیم د مشر هیرمان پارسنګر په خبره «دا ډول شباهت لټول په خپل ذات کې یوه معجزه ده او شاید هم د ډیرو پيچلو تحقیقاتو سربیره هم یوه نا حله موضوع پاتې شي.»
دا کوپړۍ په المان کې ولې وې؟
اټکل کیږي چې دغه کوپړۍ د ۱۸۷۱ او ۱۹۱۸م کلونو ترمنځ د جرمني سلطنت پر مهال له هدیرو او نورو قبرونو څخه غلا شوي وو.
دا المان ته د تش په نامه «ساینسي څیړنو» له پاره راوړل شوي وې، چې له امله یي په المان کې د توکمپالنې نظریې ته هم وده ورکړل شوه.
ډیر شمیر کوپړۍ انسان پيژندونکی او داکتر فیلیکس فُن لوشان هغه وخت را ټولې کړي وې، کله چې المان په ختیځه افریقا کې یو استعماري قوت و. نورې کوپړۍ د شارټې روغتون د پخواني اناتومۍ انیستیتوت په مجموعې کې شاملې وې.
د اوسني وخت بروندي، روانډا، د تنزانیا اصلي خاوره او د موزمبیق ډیرې برخې د «ختځې افریقا المان» په قلمرو کې شاملې وې.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص