افغانستان له بنګله دیش سره د کریکټ درې لوبې کوي
۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبهد افغانستان کریکټ بورد ویلي دي چې افغان ملي لوبډله به په سپتمبر میاشت کې د بنګله دیش له ملي لوبډلې سره په دې هیوادې کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي. افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د لوبو په لټه کې دی.
بنګله دیش به د سپتمبر له ۲۵مې نیټې څخه بیا د اکتوبر تر لومړۍ نیتې پورې د بنګله دیش په شیري بنګلا نړیوال ستیدیوم کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
د افغانستان د کریکټ بورد مشر نسیم الله دانش، ویلي دي: «دا به دې بنګله دیش او افغانستان تر منځ د لوبو لومړۍ لړۍ وي. موږ د کریکټ او د دې لوبې د مینه والو د زړونه خوشحاله کړو.»
افغانستان په وروستیو وختونو کې د کریکټ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. په وروستي شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد ویستندیز څخه لوبه وګتله. خو د دې له پاره چې افغانستان په راتلونکې کې لا ډیرې لاس ته راوړنې ولري باید له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره لا ډیرې لوبې وکړي.
د کریکټ بورد اجرائیه وي ریس شفیق ستانکزي، ویلي دي: «موږ له بنګله دیش هیواد څخه د افغانستان د کوربه توب کولو وړاندیز منلو له کبله مننه کوو.»
ستانکزي ټینګار کړی دی چې له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د لوبو کول به د افغان لوبغاړو له لا ډیرې ودې سره مرسته وکړي.
د کریکټ بورد له خوا په خپرې شوې بیانیه کې نه دي راغلي چې دغه لوبې به په ژوندۍ بڼه د کوم تلویزیون له خوا خپرې شي او که نه.