افغان میرمن، له کډوالې څرنګه پیلوټۍ ته ورسیده؟
صفیه فیروزي په ماشوموالي کې کډواله وه خو اوس د افغانستان له دوو ښځینه پیلوټانو څخه یوه ده. په داسې حال کې چې افغانې ښځې اوس هم له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، صفیه په دې هیواد کې د ښځو د پرمختګ یوه بیلګه ده.
د صفیې فیروزې کورنۍ په ۱۹۹۰ کلونو کې، کله چې هغه ماشومه وه، د افغانستان د جګړو له کبله پاکستان ته کډوال شول. دغه کورنۍ بیا د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه.
کله چې فیروزې په ښوونځي کې وه نو پر تلویزیون یې یو اعلان ولید چې په کې له ښځو څخه غوښتل شوي وو چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي. د پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته، فیروزي، په پوځي اکاډمي کې شامله شوه او د اړیکو په څانګه کې یې زده کړې پیل کړې. په همدې وخت کې اکاډمي اعلان وکړ چې پوځ داسې نجونو پسې ګرځي چې غواړي پیلوټانې شي.
فیروزې او 12 نورو نجونو خپل غوښتنلیکونه ورکړل, او یوازې هغه د آزموینو تر تیرولو وروسته د پیلوټې په پروګرام کې جذب شوه.
هغه په هرات کې په زده کړو بوخته وه چې له کپتان محمد جواد نجفي, سره یې وپیژندل. دواړو بیا وروسته واده وکړ. د فیروزې میړه د هغې د کار بشپړ ملاتړ کوي.
فیروزې د افغانستان په هوایي ځواک کې یوه له دوو ښځینه پیلوټانو څخه ده خو اوس ځینې نورې نجونې هم په دې برخه کې زده کړې کوي.
کپتان نیلوفر رحماني, په تیرو 30 کلونو په اوږدو کې په 2013 کال کې د افغانستان لومړۍ ښځینه پیلوټه شوه. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو مخکې یواځې څو تنو ښځینه پیلوټانو د افغانستان په هوایي ځواکونو کې دنده ترسره کوله.
فیروزې وایي، هیله لري چې نورې نجونې د افغانستان په هوایي ځواک کې شاملیدو ته وهڅوي. هغه زیاتوي: «د یوې ښځې په توګه سړی له ډیرو ننګونو سره مخامخیږي. خو سړی باید په یو ډول نه یو ډول له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.»