افغان کډوال د امريکا له پاره يوه ننګونه ده
۱۴۰۱ فروردین ۱۹, جمعهد کاتي کروس په نوم يوې امريکايي مېرمني د يوې افغانې کورنۍ سرپرستې پر غاړه اخیستې ده. کريم سليمي، د هغه مېرمن رحيمه او پنځه اولادونه یې په سپتمبر میاشت کې له کابل څخه امريکا ته تللي دي. واک ته د طالبانو تر رسېدو لس ورځې وروسته له هغوی سره يو داسې تليفوني تماس ونيول شو چې د هغوی ژوند ته یې تغير ورکړ.
تماس نيوونکي ورته ويلي ول: «په لسو دقيقو کې مو سامان ټول کړئ، موږ مو باسو.»
د سليمي کورنۍ چې د امنيتي دلایلو پر اساس د خپل اصلي نوم له ښوولو ډډه کوي، د بالتيمور د الدريج سیمې په کاتوليکي کليسا کې ژوند کوي. کاتي کروس چې په هووارد سیمه کې د کاتوليک – پروتسنانت – یوهانس ټولنې سره تړاو لري، د امريکا د پوځ د دې پخواني کارکوونکي الیکترونيکي انجنير د کورنۍ سرپرستي يې پر غاړه اخیستې ده.
کروس را په يادوي: «کله چې زه د هغوی لومړي اپارتمان ته ولاړم نو هلته له توشکونو او د ماشومانو د يوه کټ پرته بل څه نه ول.» هغې ډېر انتظار ونه ايست او د خپلې کليسا له چارواکو سره يې تماس ونيو څو د نورو رضاکارو سره په ګډه د سليمي کورنۍ سرپرستي وکړي.
«سانت جانس ټولنیزه کمېټه» چې څلور فعال غړي لري، له هغه وخت راهيسې له ښوونځي نیولې تر کاره او روغتيايي چارو پورې د دغه کورنۍ د هر څه غم خوري.
د مذهبي سازمانونو مرسته
په داسې حال کې چې امريکايي ادارې تر ۱۰۰ زرو پورې اوکرايني مهاجرو د منلو له پاره چمتووالی نیسي، په ځانګړي توګه مذهبي مرستندويه ټولنې له مياشتو راهيسې له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې د تخلیې د پروسې په ترڅ کې امريکا ته تللي دي.
له دواړو هيوادونو څخه د مهاجرو دا شمیر د هغه په پرتله ډېر لږ دی چې دمګړۍ یې پولند او يا سلواک جمهوريت د ځای پر ځای کولو هڅه کوي، خو اوس لا امريکايي ادارې د رضاکارو پر مرسته تکیه کوي.
د دې رضاکارو مرسته اوس د بل هر وخت په پرتله ځکه ډېره مهمه ده چې د امريکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ حکومت په خپله څلور کلنه دوره کې د مهاجرو له پاره دولتي مرسته يوې تاريخي ټيټې کچې ته رسولې وه. پرسونل او لوژيستکي امکانات يوازې د منځنۍ امريکا څخه د مهاجرت لړۍ ته په کتو سره محدود دي.
د سليمي کورنۍ د بالتيمور د کليسا يوازنۍ کورنۍ نه ده چې کاتوليکي کليسا ورسره مرسته کوي. نورو کليسايي ادارو هم د کورنيو او يا د اشخاصو مسئوليت منلې دی.
پخواني کډوال مرسته کوي
د کډوالو د کار يوه ځانګړنه د هغو پناه غوښتونکو داوطلبانه مرسته ده چې په ۱۹۹۸۰مه لسیزه کې له افغانستان څخه امريکا ته کډوال شوي دي. زهرا جاويد چې کابو څلوېښت کاله تر مخه يې خپل ټاټوبی پرېښی وو، اوس په ورجنیا کې ژوند کوي.
نوموړې خپل کار داسې تشريح کوي: «سړی داسې نه شي ويلي چې بس ژر به یو څه توکي هغوی ته ورکړم او بس. کورنۍ اوږد مهاله ملتيا او مرستو ته اړتیا لري.»
دا کار کله يوازې مذهبي او بشري سازمانانو کوي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت یې هم د فعاليت ستانيه کوي. د دغه وزارت يوه وياند څه موده مخکې ويلي ول: «موږ د داوطلبو مرستندويانو له هلو ځلو ډېره مننه کوو.»
په شمالي ورجینيا کې چېرې چې کابو ۶۰ زره دغه تخليه شوي افغانان ژوند کوي، دغه ډول مرستندويانو ته ډېره اړتيا ده. په دې منځ کې په ځيني سيمو کې د دغه افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو په تړاو احتجاجونه هم شوي. لکه په دې وروستيو کې د کنفرانسونو په يوه مرکز کې د څو زرو افغانانو له ځای پر ځای کولو سره سخت مقاومت وښوول شو. د سيمې اوسيدونکي د جرمونو او ترافيکي ستونزو د زياتيدو په اړه اندېښنه لري.
د سليمي کورنۍ اوس داسې يو کور موندلی چې په دايمي توګه پکې اوسيدلی شي. دغه کور اړين توکي هم لري. مرستندويانو ورته يو کوچ، د ډوډۍ خوړلو میز، څوکۍ او يو تلویزیون راوړي دي. کريم سليمي ډېر خوښ دی: «دا هر څه د کاتي او د هغې د داوطلبو همکارانو له برکته دي.»
ب. ص/ ن. ز (KNA)