الازهرمسجد د حضرت محمد کاریکتور بیا نشرول غندلي دي
۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبهدغه خبره نن چهارشنبه د قاهرې الازهر مسجد د افراطیت سره د مبارزې کمیټې د «الاحرام» مجلې په یوه رپوټ کي راغلې ده. په اعلامیه کي راغلي دي چي «د شارلي ابدو مجلې له خوا ددغه توهینانه کاریکاتور بیا نشرولو مجرمانه اصرار د کرکجنو ویناوو او مختلفو مذاهبو د پیروانو د احساساتو راپارولو سبب کیږي«.
الاظهر پر شارلي ابدو باندي تور لګولی دی چي په خپل دې کار سره په ټوله نړۍ کي د مختلفو ادیانو تر منځ د ډیالوګ او خبرو اترو کوښښونه له ناکامۍ سره مخامخ کوي. لکه مثلأ په ۲۰۱۹م کال کي د پاپ فرانسیسکو او الازهر مسجد د لوی مفتي، احمد ال طیب تر منځ د ورورګلوی ګډه اعلامیه.
د الازهر مسجد کمیټې د بین امللي ټولني څخه هم غوښتي دي چي په قاطعیت سره د مسلمانانو د عقیدې او سمبولونو پرضد حملو په مقابل کي ودریږي او د «ډبل مورال سیاست» ته خاتمه ورکړي. خو په عین حال کي یې د ۲۰۱۵م کال په جنوري میاشت کي د شارلي ابدو پر دفتر باندي حمله وغندله، په کومه کي چي ۱۲ کسان په قتل ورسېدل.
د قاهرې الازهر مسجد د مصر تر ټولو زوړ او تاریخي مسجد دی. په هغه پوري یو پوهنتون هم مربوط دی چي تقریباً۲۰۰۰۰ محصلین لري او د اسلام یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی.
دلته د مسجدونو یو انځوريز البوم هم کتلای شئ - آرشيف: