امریکا د واگنر روسۍ ملیشه په تور لست کي شامله کړه
۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبهاعلان
د امریکا خارجه وزیر، انتوني بلینکن د دې کار دلیل د مرکزي افریقا په جمهوریت کي د دغي ملیشې اعمال وبلل چیري چي مسلمانان او عیسویان د تقریبأ یوې لسیزي راهیسي یو د بل په مقابل کي سره په جنگونو اخته دي. د واگنر ملیشه د نورو تر څنگ په اوکراین او افریقا کي عملیات کوي. پر هغې باندي د هدفمنو قتلونو او شکنجې تورونه لگول کیږي.
په دغه لست کي کیوبا او نیکاراگوا هم شامل دي.