انځورنه: د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ، د افغانستان کلیوالې ښځې
هر کال د اکتوبر میاشتې ۱۵مه نیټه په نړۍ کې د کلیوالو ښځو د ورځ په توګه لمانځل کیږي. د دې کار هدف د کلیوالو ښځو او د کلیو د ټولنو د اقتصاد ملاتړ دی.
د بدخشان ښخې
د انځورونو په دې البوم کې د بدخشان د یوه کلي د ښځو ژوند ته نظر اچوو. په دې کلي کې اوس هم کورنۍ په ډیرو لومړنیو امکاناتو ژوند کوي.
در غرونو په لمن کې
د افغانستان د غرونو په لمن کې داسې کورنۍ ژوند کوي چې ښځې په کې ډیر مهم نقش لوبوي. دا د بدخشان د واخان سیمې انځور دی.
ښځې او دهقاني
د کلیو ښځې د ماشومانو د ساتنې تر څنګ د دهقاني په څیر سخت کارونه هم کوي.
ښځې او مالداري
د افغانستان په کلیو کې مالداري د ښځو یوه بله دنده ده. په دې انځور کې په واخان کې میرمنې په مالداري مصروفه دي.
ښځې تر نارینه و ډیرې دي
که څه هم په افغانستان کې د نفوس دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته، خو بیا هم ویل کیږې چې د دې هیواد د ښځو شمیر تر نارینه و ډیر دی.
له سواده محرومیت
په افغانستان کې ښځې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دغه ستونزې پیا په کلیو کې تر ښارونو ډیرې دي. د بیلګې په توګه یو شمیر کورنۍ خپلو روڼو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته ولاړې شي. خو پر دې هر څه سربیره، افغان میرمنو په ورستیو وختونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
په ماشوالي کې ودونه
په افغانستان کې د واده قانوني سن ۱۸ کاله ټاکل شوی دی خو اوس هم ډیری نجونې تر دې په کښته عمر کې ودونو ته اړ کیږي. په کلیو کې د ماشومانو د ودونو پیښې د ښارونو په پرتله ډیرې لوړې دي.
د نارینه و څو ودونه
د افغانستان په کلیو کې اوس هم ډیر شمیر نارینه څو ښځې لري. دغه موضوع په ډیرو مواردو کې د ښځو د ژوند د خرابوالي لامل کیږي.
د ډوډۍ پخول
د افغان میرمنو یو له اصلي کارونو څخه د ډوډۍ پخول دي.
د ښځو له پاره لږ بدلون
که څه هم افغانانو په وروستیو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ د دوران په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی، خو د کلیو د ښځو په ژوند کې ډیر بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
د ښځو پر ژوند باندې د ناامنیو اغیزه
ښځې او ماشومان د افغانستان د جګړې تر ټولو اسیب پذیره قشرونه بلل کیږي. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ناامنیو زیاتیدل د دې سبب شوي دي چې د ښځو وروستۍ نسبي لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.
د ژوند ټیټه کچه
په وروستیو کلونو کې د افغان کلیوالو ښځو په ملاتړ یو شمیر پراخ پروګرامونه پلي شوي دي خو داسې ښکاري چې ښځو له دغو پروګرامونو څخه ډیره ګټه نه ده ترلاسه کړې.