انځورونه: ايا د مديترانې دغه عجيب و غريب ژوي پېژنئ؟
مديترانه سمندر د اروپا او افريقا د لويو وچو تر منځ پروت دی. په اوبو کې يې د کبانو تر څنګ نور حيرانوونکي ژوي ژوند کوي. ځينې يې خطرناک هم دي. انځورونه يې د عکسونه په دغه ګالرۍ کې ليدلی شئ.
د هګۍ په څېر مېډوسا
دغه مېډوسا نومی ژوی هګۍ ته ورته شکل لري. هغه انسانان چيچلی شي. د مېډوسا دغه نوع خپله خوځيږي او د مديترانې په سمندر کې د مېډوسا تر ټولو عام شکل دی.
دا څه شی دی؟
که په پښو پورې دې کوم عجيب شی ونښلي، نو کېدای شي يوازې نباتات وي. خو کله نباتاتو ته ورته ژوي هم وي چې سمندري شقايق ورته وايي.
سمندري چينجی
دغه سمندري چينجی تر ۳۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. که يې څوک پعذاب کړي، نو سړی چيچي چې په نتيجه کې سړي ته يو ډول بخار پيدا کيږي. ځکه دغه چينجی د اور چينجی هم بولي.
الوتونکی کب
دغه وزرونو ته ورته پرونه دغه کب ته د دې امکان ورکوي چې په اوبو کې مخ ته ولاړ شي. دغه کب اکثرا د سمندر په تل کې ژوند کوي.
پلن چينجی
دغه درې ساتني متره اوږد پلن چينجی د طبيعت يو عجيبه راز دی. د هغه نری او پلن بدن شين بخونی رنګ، يوه اوږده ژيړه پټۍ او ډېرې سپينې پټۍ لري.
کيشپ
دغه کيشپونه ډېر شهرت لري. خو سيلانيان او د کب نيونکو جالۍ ورته لوی ګواښ دی. غټ سرونه او مضبوطې ژامې ورسره مرسته کوي څو د نورو ژوو پوښونه مات کړي.
کب وينئ؟ تاسو ته خو ګوري!
دغه کب په سختۍ سره ليدل کيږي. دا يو هوار او پلن کب دی چې د بدن په کيڼه برخه کې دوه سترګې لري. هغه په ډېرې لېوالتيا سره ځان تر خاورو، خټو او شګو لاندې پټوي.
د سمندر نرښځي ژوي
د مديترانې په سمندر کې مېډوساګانې يو څه خطر پېښوي او خلک ورڅخه تر حده ډېر وېريږي. دغه مېډوسا کله نارينه او کله ښځينه بڼه غوره کولای شي.
د سمندر ستوری
دغه سمندري ستوری تر ۷۰ سانتي مترو پورې اوږدوالی غوره کولای شي. پنځه لاسونه يې درې کتاره بنفش رنګه اغزي لري.
د اوبو لړمان
په سمندر کې ډېر خطرناکه ژوي هم ژوند کوي. د سرې اژدها په نوم ژوی ډېر زهرجن اغزي لري. دغه ژوی غوښه خوري او د نورو وړو ژوو، لکه کبانو او پوښ لرونکو ژوو، ښکار کوي.