انځورونه: د سرپناو د موندلو له پاره د افغان مهاجرو سرګردانه ژوند
له پاکستان او ایرانه د ګڼ شمیر افغان مهاجرو اخراجول، په افغانستان کې بشري وضعیت سخت کړی دی. په سلونو زره اخراج شوي افغانان د ژوند کولو له پاره سرپناه نه لري. مرستندوی سازمانونو د یوې انساني فاجعې خبرداری ورکړی دی.
د خيمو ډکه دښته
د تورخم بندر ته نژدې په دښته کې دغه درول شوې خېمې له پاکستانه د تازه اخراج شوو مهاجرو ډکې دي. د مهاجرو د ډېر شمیر له کبله خېمې ټولو ته نه رسیږي، ډېری مهاجر تر شنه آسمان لاندې میدان کې ژوند کوي.
له پاکستانه د افغانانو اخراج
یوه افغان میرمن پر تورخم پوله له پاکستانه افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې ده. پاکستان هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې داوسېدو قانوني اسناد نلري د تېرکال په اکتوبر کې یوه میاشت، یعنې د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ چې له دغه هېواده ووځي. د افغانانو د اجباري اخراج د څرنګوالي په هکله دردونکې کېسې اورېدل کیږي.
پر داخلي بېځایه شوو فشار
کابل ته څېرمه د داخلي بېځایه شوو کورنیو په دغه کمپ کې ۱۵ کلن رحمت، د ژمي په سړې هوا کې پر وېلچر ناست دی. د جګړو له کبله د افغانستان ځپل شوی اقتصاد چې یوازې پر بهرنیو مرستو متکي وو، اوس د سقوط په حال کې دی. له پاکستان او ایرانه د افغان مهاجرو اخراج پر داخلي بېځایه شوو هم فشار زیات کړی دی.
سوړ ژمی او نه امکانات
هغه افغانان چې په پاکستان کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي اوس کابل ښار ته څېرمه په یو کمپ خپل ځان د کثافاتو په سوځولو ګرموي. ډېری اخراج شوي افغانان په کمپونو کې اوسيږي او دوی د پخلي او ځان ګرمولو له پاره په کافي اندازه د سوند توګي نه لري. په دوی کې ډېری ېې داخلي بېځایه شوي هم دي.
اقليمي تغیرات
په افغانستان کې له جګړو ور ها خوا د اقلیمي تغییراتو، په ځانګړې توګه د وچکالۍ له کبله هم په سلونو زره افغانان د خپلو کورنو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی تر ډېره د افغانستان لويو ښارونو ته نژدې هستوګن شوي او د بشري لحاظه په ډېر سخت وضعیت کې ژوند کوي.
لوکس کوچ اوس په ډاګ کې
له پاکستانه د افغانانو اخراج د تیر ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ پیل شو. ډيری اخراج شوي افغان مهاجر خپلو اصلي سیمو ته تر تلو دمخه پاکستان پولې ته نژدې په یو کمپ کې په راڼه ميدان کې خوب کوي. ځېنې ېې سرپنا او حتی خپلو اصلي سیمو ته د تلو له پاره د لارې مصرف نه لري. د طالبانو حکومت بیا وايي چې ولایتونو ته د دوی د استولو له پاره یې اقدامات عملي کړي دي.
ټول په راڼه مېدان کې او تر شنه آسمان لاندې
تورخم سرحد ته نژدې افغانستان لور ته د مهاجرو له پاره کمپ جوړ شوی. ډېری دغه مهاجر خیمو ته لاسرسی نه لري، په راڼه مېدان کې شپې او ورځې تېروي. دوی سړې شپې په داسې شرایطو کې تېروې چې چت ېې آسمان او فرش ېې ځمکه ده.
د ماشومانو د خوارځواکۍ خبرداری
له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
فقر او ټولنیز بحران
۱۴ کله فهیمه پلازمېنې کابل ته نژدې د یوې بېځایه شوې کورنۍ غړې ده چې د بې وزلۍ له کبله واده کولو ته اړ شوې ده. د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع نړېوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغه وضعیت کولی شي په افغانستان کې ټولنیز بشري کړکیچ رامنځ ته کړي. په کم عمرونو کې ودونه، یو له هغو مواردو څخه دی چې د مهاجرو په کمپونو کې زیات شوی دی.
کارګر ماشومان
کابل ښار ته څېرمه د بېځایه شوو کمپ ته نژدې یو افغان ماشوم خیرات یا ګدايي کوي. د ماشومانو ملاتړ کونکي سازمانونه وايي چې د بېځایه شوو او اخراج شوو مهاجرو وضعیت سبب کيږي چې ماشومان اجباري او شاقه کارونو ته مخه کړي او همدارنګه د ناوړه استفادې په معرض کې واقع شي.
د مرستو په تمه
تورخم سرحد ته نژدې په کمپ کې مهاجر د مرستو ترلاسه کولو له پاره په تمه دي. نړیوالو مرستندویانو په وار وار په افغانستان کې اړمنو خلکو سره د مرستو له پاره د بودیجې له کمښت څخه خبر ورکړی دی. د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړمن افغانان لږ مرستې ترلاسه کوي.
بېځایه شوو له پاره مدرسه
دغه مدرسه هرات ښار ته نژدې د بېځایه شوو په یوه کمپ کې ده چې ماشومان پکې د ديني زدکړو پر مهال ليدل کيږي. طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان تر نيولو وروسته، په دغه هېواد کې له اسلام څخه د خپل سخت تفسیر پر اساس شرایط وضع کړي دي. دوی په ټولنه کې شریعت تطبیقوي.
نجونو له پاره ديني مدرسته
تورخم بندر ته نژدې د مهاجرو په کمپ کې یو شمېر نجونې په ديني مدرسه کې زده کړې کوي. طالبانو نجوني له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو څخه منع کړي دي. د نړیوالو غبرګونو باوجود طالبان له خپل دغه دریځه نه دي په شا شوي. طالبان وايي نجونې په مدرسو کې کولی شي تعلیم وکړي.
نوم ليکنې ته انتظار
پاکستان سره د تورخم پر پوله یو طالب جنګیالی په داسې حال کې امنیت ساتي چې افغان مهاجر د نوم ليکنې له پاره نوبت کې ولاړ دي. له پاکستان پرته ایران هم ګن شمېر نيول شوي افغانان اخراجوي. د ایراني چارواکو په خبره یوازې تېره یوه میاشت کې له ۶۰زرو ډېر بې اسناده افغانان له ایرانه اخراج شوي دي.
بېا ځلې مهاجرت ته هڅې
که له ېوې خوا له ايرانه افغانان ایستل کيږي، له بلې خوا بیرته دغه هیواد ته ورځي. په انځور کې يو شمېر افغانان ليدل کيږي چې زرنج ښار ته نژدې په یوه کنډواله کې دې ته انتظار باسي چې په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي. د طالبانو په حاکمیت کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدل د دغو مهاجرتونو له عمده عواملو څخه یو دی.
د شپې له تيارو استفاده
دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
له دېواله اوښتل
افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
د مهاجرو هديره
دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.