انځورونه: له موزيمونو ستري غلاوي
د آلمان د مانشنګ سيمې د کلتيانو - رومیانو له ميوزيم څخه د سرو زرو خزانې غلا د خپل ډول يوازنۍ پېښه نه ده. غلو تل بې بديله کلتوري توکي لکه قيمتي ډبرې او رسامۍ غلا کړي، کله هم د وسلې په زور او يا د پوليسو په جامه کې.
په ډېري آسانۍ د ۵۰۰ سروزرو سکو غلا
د آلمان د بایرن ايالت د مانشنګ سيمې د کلتيانو – روميانو په ميوزيم کې د سروزرو ۵۰۰ سکې د دغه ميوزيم د شهرت باعث وې. په دې وروستيو کې غلو دغه ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ د سروزرو خزانه له ځانه سره وړې. د پوليسو يوه وياند وويل چې د ويترين يا ښيښه يي آلمارۍ په ماتلو سره. دا چې غلو څرنګه د خبرداري سیستم له منځه وړی دی، تر اوسه لا معلومه نه ده. د بايرن ایالت د کلتور وزير د يوه «ناورين» څخه خبره وکړه.
۲۰۱۹م کال؛ د دريسدن موزيم ته د غلو ننوتل
د ۲۰۱۹م کال په نوامبر میاشت کې د درېسدن «Grüne Gewölbe» موزيم ته غله داخل شول او د قيمتي ډبرو د ګاڼې درې سېټونه یې غلا کړل. د پوليسو د معلوماتو په حواله غله د يوې کړکۍ له لارې موزيم ته داخل شوي ول. موزيم ته راتلونکي د يوې عصري امنيتي دروازې له لارې دې ځای ته چې کابو ۳۰۰۰ په آزاده توګه ايښوول شوي توکي پکې دي، داخليږي. ډېر غلا شوي توکي بې بديله دي.
۲۰۱۷م کال؛ د سرو زرو د ۱۰۰ کيلو درنې سکې غلا
د برلين له «بوده» موزیم څخه د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې د سرو زرو يوه سکه غلا شوې وه چې ۱۰۰ کیلو وزن یې درلود. د دې سکې مالي ارزښت کابو يو میليون ډالر دی. د اټکلونو پر اساس دلته هم ښايي غله د کړکۍ له لارې داخل شوي ول. د « Big Maple Leaf » په نوم د کاناډا دې سکې ۵۳ سانتي متره لوېوالی درلود او درې سانتي متره ضخيمه وه. پر يوه اړخ یې د ملکې الیزابت دويمې انځور وو. دغه سکه تر نن ورځې نه ده موندل شوې.
۲۰۰۸م کال؛ د اروپا تر ټولو ستره هنري غلا
په ۲۰۰۸م کال کې په وسله سنبالو کسانو په زيورخ کې د «بوهرله» ميوزيم څخه د ۱۸۰ ميلیونه سويسي فرانک په ارزښت څلور نقاشۍ له ځانه سره وړې وې. په دې کې د پاول څېزنه «د سور واسکټ د هلک»، د ادګار دېګاس د «لووګ پيک او هغه لور»، د ونسنت فان ګوخ د «د شاه بلوط غوړېدلې څانګې» او د کلود مونې د «وېتهويل د کوکنارو کرونده» په نوم نقاشۍ شاملې وې ټولې یې بیرته وموندل شوې.
۲۰۰۴م کال: پر مونچ موزيم وسله وال بريد
د ايدوارد منش د «چغې» او «مادونا» په نوم آثار په ۲۰۰۴م کال کې په اوسلو کې غلا شول. په وسله سنبالو دوو کسانو د مونش پر موزيم يرغل وکړ او د يو شمير عيني شاهدانو په شتون کې یې عکسونه له ديوالونو را بېل کړل. د چاپې په ترڅ کې پولیسو دغه دوه مشهور انځورونه بيرته وموندل.
۲۰۰۳م کال؛ د لیوناردو داونچي مشهوره نقاشۍ کلونه لادرکه وه
د ليوناردو داونچي مشهوره نقاشي چې تر ۷۰ میليونو يورو بيه لري، په ۲۰۰۳م کال په سکاټلند کې له ماڼۍ لادرکه شوه. دوه غله چې د سيالانيانو په توګه نندارتون ته داخل شوي ول، له نقاشۍ سره د تروملانرګ کلا له دوو ساتونکو په تېښته بريالي شوي ول. دغه عکس څلور کاله لادرکه وو. بالاخره په ۲۰۰۷م کال کې په کلاسګو کې د يوې چاپۍ په ترڅ کې بيرته وموندل شو.
۱۹۹۱م کالګ د فان ګوخ د نقاشۍ د پام وړ غلا
په ۱۹۹۱م کال کې يوه سړی د آمستردم په فان ګوخ موزيم کې په يوه تشناب کې ځان بند کړ او د موزيم د يوه ساتونکي په مرسته یې ۲۰ نقاشۍ چې په هغه کې پر نورو سربيره دا [په انځور کې] نقاشي هم شامله وه، غلا کړې. پوليس وتوانيدل تر غلا کابو يو ساعت وروسته ټول توکي په يوه موټر کې بيرته وموندي. غل هم يو څو میاشتې وروسته ونيول شو.
۱۹۹۰م کال؛ د بوستن هنري غلا چې تر ننه ورځې يوه معمه ده
په ۱۹۹۰م کال کې د اېزابېلا ستیوارد ګاردنر ميوزيم څخه د ۱۳ نقاشيو هنري غلا په ټوله نړۍ کې د خلکو د توجو مرکز وګرځيده. د پوليسو په جامو کې دوه نارينه دغه ودانۍ ته داخل شول او پر نورو سربیره یې د ادووار مانې د « Chez Tortoni» او د جان ویرمير د « Konzert» په نوم نقاشۍ غلا کړې. تش چوکاټونه یې تر نن ورځې پر ځای ځړيدلي دي.
د نړۍ هغه نقاشۍ په څو ځلي غلا شوې
د «جک ۳ دي ګوېن» د رمبرانت نقاشي څلور ځلي د بريتانيا له دولوچ موزيم څخه غلا شوې وه: په ۱۹۶۶م، په ۱۹۷۳م، په ۱۹۸۱م او په ۱۹۸۶م کلونو کې. خو له نيکه مرغه دا نقاشي هر ځلي بيرته موندل شوې ده.
۱۹۱۱م کال: کله چې د مونا لیزا خندا ورکه شوه
په ۱۹۱۱م کال کې د نړۍ تر ټولو مشهور د ښځې انځور غلا شو: د ليوناردو داونچي د «مونا لیزا» انځور. يوه ځوان ايتالوي ونچينزو پپروګيا، د پاريس له لووره موزيم څخه دغه نقاشي غلا کړه. هغه د موزيم د کارکوونکو په څېر لباس اغوستی وو او په ډېره آسانۍ سره دغه نسبتاً کوچنۍ نقاشي تر خپلې چپنې لاندې پټه کړې وه. په ۱۹۱۳م کال کې دغه نقاشي بيرته وموندل شوه. د هنري توکو سوداګر د پيروګيا په اړه پوليسو ته ويلي ول.