انگیلا میرکل څلورمې دورې ته هم ځان کاندیدوي
چا داسي فکر کړی ؤ؟ میرکل ته چي په مسيحي دموکراټانو کي تر هیلموت کول وروسته د مؤقتي کاندیدې په سترکه کتل کیده، د ۱۶ کالو راهیسي ددغه گوند رييسه او د ۱۱ کالو راهیسي صدراعظمه ده.
لمړنی سوگند
«زه به جرمني ته خدمت وکړمه.» انګيلا ميرکل ددې خبري وعده هغه وخت ورکړه، کله چي دې وغوښتل صدراعظمه سي. په پارلماني انتخاباتو کي تریوې ډیري لږ کامیابئ او لږو رایو په تفاوت سره بلاخره دا د لمړنئ ښځینه صدراعظمي په توگه انتخاب سوه. نه یوازي دا، بلکه میرکل د شرقي المان څخه لومړنۍ صدراعظمه هم وه.
چا د پوتین د سپي څخه بیره درلوده؟
میرکل په خارجي سیاست کي د یوه قوي رقیب سره مخامخ وه. دا د خپلو قوي اعصابو له کبله شهرت لري، خو ولادیمیر پوتین وغوښتل ، چي ددې دغه قوي اعصاب امتحان کړي. کله چي پوتین په ۲۰۰۷ م کال کي په کریملین کي ددې سره ملاقات درلود، نو یې د ځانه سره سپئ هم بیولی ؤ. خو میرکل د سپي څخه بیریدله او تر تأثیر لاندي راغلې وه.
د اقتصادي بحران ژغورونکې
میرکل اکثره وختونه ډیره آرامه پاتیږي.دا هغه هغه څه دي،چی دا د بحرانو پر وخت هم ورڅخه کار اخلي. کله چي په ۲۰۰۸ م کال کي مالي بازارونه خراب او ورسره په جرمني کي هم اقتصاد راولویدی، نودې ډیر ژر عمل وکړ. میرکل د یورو د ساحې په ژغورونکي اقتصادي پروګرام کي ډیر سهم ادأ او د بحراني حالاتو دمنیجري په حیث یې ځان ثابت کړ. ځکه نو ددې په صدراعظمۍ کي جرمني د اقتصادي بحران د اغیزو خخه تر ډیره حده پوري خلاص سو.
د میرکل دوهمه دوره صدراعظمي
که څه هم میرکل د خپل گوند په تاریخ کي دوهم خراب انتخاباتي نتایج په لاس راوړل، خو بیا هم د ۲۰۰۹ م کال د سپټمبر د۲۷ د پارلماني انتخاباتو پراساس صدراعظمه سوله. پدې ترتیب سره میرکل د خپل ناخوښه اییتلافي ملگري، سوسیال دموکراټانو څخه خلاصه سوه او د ازادو دموکراټانو سره یې حکومتي اییتلاف وکړ.
د اټومي بریښنا څخه تیریدل
میرکل چي پخپله د فزیک په رشته کي تحصیل کړی دی او په ۲۰۱۱ م کال کي لا د اټومي برق طرفداره وه، د جاپان د فوکوشیما د اټومي فاجعې څخه ډیره متأثره او داټومي برق سخته مخالفه سوه. د میرکل لخوا داټومي دستگاوو د وخت پر همدا تازه تمدیدولو سربیره، دې د هغه سره مخالفت وکړ اوفیصله یې وکړه، چي د اټومي برق څخه باید صرف نظر وسي. اوس نو باید د ۲۰۲۲ کال وروسته اټومي دستگاوي ودریږي.
میړه یې خواته
ډیری کسان د میرکل میړه نه پیژني او د هغه ږغ یې هم ندی اوریدلی. ددې د لس کاله صدراعظمۍ په دوره کي یې میړه «یوآخیم زاور» تقریبأ ناپیژندلی سوی پاته او ډیرلږ لیدل سوی دی. د برلین د هومبولټ د پوهنتون د کیمیاد پوهنځئ دغه پروفیسر د ۱۹۸۸ م کال راهیسي د انګيلا ميرکل سره واده کړی دی.
د امریکا سره د میرکل د خبرو د ثبتیدلو پرسر بحران
یوه لویه رسوايي: جالبه داده، چي تر ټولو نژدې دوست، د امريکا متحده ايالاتو د جرمني د ترټولو لوړ چارواکي تلیفونونه او خبري اوري او ثبتوي یې. د امریکا استخباراتي اداره- NSA حتي د صدراعظمي انګيلا ميرکل دتلیفونو د اوریدلوڅخه هم ډه ډه نه کوي. میرکل ددغي رسوايي په باب ډیر وخت چوپ پاته سوله. دې وروسته وویله،چي« ددوستانو اوریدل ! دا اصلأ ښه کار ندی.»
د یونان د اقتصادي بحران په هکله د میرکل سخت دریځ
په ټوله دنیا کي د میرکل مینه وال ډیر دي، خو بیا په یونان کي لږدي. هیڅ چیري ددې سره دومره دښمني ونسوه ، لکه په ۲۰۱۴ م کال کي د یونان د اقتصادي او پوروړيتوب دبحران د اوج پر وخت. د جرمني او خاصتأ میرکل سره د پخوانیو دښمنیو یاد راتازه کیږي او عکسو ته یې اورونه اچول کیږي. خو میرکل بیا هم سخت دریځه پاتیږي: ددې غوښتني د آتن د حکومت څخه بیا هم دادي، چي باید سپمأ وکړي،معاشونه راکم او اصلاحات رامنځته کړي.
میرکل کله کله احساسات هم ښکاره کوي
میرکل چي په آرامو اعصابو او سپما باندي مشهوره ده، په ریو ډیژنیرو کي یې د المپیک د مسابقو پر وخت د المان د جمهوررييس یوآخیم گاوک سره یوځای د خپلو ټیمونو پخاطرگرم احساسات ښکاره کړل. دا کله کله د فټبال مسابقو ته هم ورځي او تشویقوي یې.
دمهاجرينو بحران : «موږ یې تر عهدې وتلای سو»
په ۲۰۱۵ م کال کي د مهاجرينو د بحران پر وخت کله چي په سلهاوو زره کسان جرمني ته رامهاجر سول، میرکل وویل،چي د پناه غوښتني قانون د لوړي سرحدبندۍ تعینیدل ندي پیش بیني کړي. ددې مشهوره جمله داوه،چي«موږ یې تر عهدې وتلای سو. میرکل وویل چي دا یو پلان لري. خو په دې منځ کي ډیر جرمنيان نه پوهیږي ، چي ایا دمهاجرينو د بحران تر عهدې وتلای سي؟
د پاریس د ترهگري بریدونو له کبله رامنځته سوي چلنجونه
د نومبر پر ۱۳ پر پاریس باندي حمله: په ټوله فرانسه کي بیره او اضطراري حالت رامنځته کیږي. انګيلا ميرکل په دغه حساس وخت کي خپل همسایه هیواد ته د «هرډول ملاتړ» وعده ورکوي. اوس نو د جرمني صدراعظمه د خپل لس کلنئ صدراعظمۍ د وخت د تر ټولو سختو چلنجونو سره مخامخ سوه.
داتحادي گوند لخوا سخته جزأ
د ۲۰۱۵ م کال په نومبر کي د سوسیال مسيحيانو د حزبي کنگرې پر مهال د بایرن د ایالت صدراعظم هورست زې هوفر صدراعظمي انګيلا ميرکل ته سخته جزآ ورکړه. هغه میرکل ددې د مهاجرينو د سیاست له کبله د کنگرې په منځ کي تر سخت انتقادونو لاندي ونیوله اوویې ویل، چي ددې ساست ټوله هیواد ته سخت تاوان پيښ کړی دی. داسي یو توهین ، چي باید میرکل زغملی وای او د جواب ورکولو هیڅ موقع ورته مساعده نسوه.
میرکل :ایا اوباما نور نسي پاته کیدلای؟
دا به ډیره آرامه وای، که اوباما یوه بله دوره هم پاته سوی وای. که څه هم میرکل په اول سر کي د اوباما په باب متردده وه، خصوصأ د امریکا داستخباراتي ادارې- NSA لخوا ددې د تلیفوني خبرو تر اوریدو وروسته. خو اوس هغه څوک چي یو څه په اصطلاح راشه ودرشه ورسره کیدلای سوای، خپل ځای یوه سخت دریځه کس دونالد ترمپ ته پریږدي. نیویارک ټایمز همدااوس لا د میرکل څخه غوښتي دي، چي «د غربي ارزښتونو دفاع» وکړي.