اور او قهر: د دونالد ترمپ په واکمنۍ کي سپیني ماڼۍ ته کتنه
ان د امریکايي خبریال مایکل ولف د تازه لیکل شوي کتاب تر خپريدو مخکې، دې کتاب په واشنګټن کې قهر را پارولی. له چارواکو او ترمپ سره په مرکو سره هغه توانیدلی دی چې په سپینه ماڼۍ کې ځینې په زړه پوري صحنې ثبت کړي.
«اور او قهر»
د امریکايي خبریال مایکل ولف د «اور او قهر: ترمپ په سپینه ماڼۍ کې» په نوم کتاب ځیني برخې امریکايي او بریتانوي رسنیو خپرې کړي دي. په دې کتاب کې لیکوال د ولسمشر ترمپ ادارې او د سپیني ماڼۍ چارو ته کتنه کړې. په دې کتاب کې د ترمپ د خوښي له خوراک «مک دونالد» څخه نیولې د ایوانکا د ولسمشرۍ تر خوبونو پوري مضوعات راغلي دي:
«میلانیا ژړل»
«د ټاکو په شپه د ماښام تر اتو بجو لږ وروسته، کله چي هغه څه چي چا يې تمه نه لره چي ترمپ به گټونکی سي تقريباً تائيد سوه. د دونالد زوی خپل يوه دوست ته وويل چي پلار يې هغه څه چي دی پلار نوموي «DJT» داسي ښکارېده لکه يو پيری چي ئې ليدلی وي. میلانیا ژړل خو د خوښۍ ژړا نه وه. هغې تر يو ساعت په لږ زياته موده کي ترمپ لومړی سربداله ولید او وروسته يې د وارخطايي او په پای کي ئې په يوه ډار سوی حالت کي وليد».
«ایوانکا ترمپ، لومړۍ ولسمشره»
«د خطر او گټو تر ارزونو وروسته جاريد او ايوانکا (د ترمپ لور او زوم) دواړو پريکړه وکړه چې د تقريباً ټولو د مشورو پرخلاف دندې ومني. هغوی يو له بل سره يو ډېر جدي قول ورکړی وو چي، که په راتلونکې کي موقې برابره سوه ايوانکا به ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي. د ترمپ لور به په شوق سره ويل چي لومړۍ ولسمشره به کلينتن نه بلکي ايوانکا ترمپ وي.»
«له خوړو خوند اخيستل»
«ترمپ له ډیري مودې راهيسي ویره لرله چې يو څوک يې په زهرو و نه وژني، نو يو دليل چې هغه غواړي په مک دونالد کې ډوډی وخوري، دا دی چې دلته هیڅوک هم نه پوهیږي چې څوک راځي او خواړه هم له وړاندي نه اماده وي».
«د بینن نظریې»
«بینن به ويل چي اصلي دښمن چين دی. چین په نوې سړه جګړه کې لومړۍ جبهه وه. چین هر څه دي. بې له چينه بل هيڅ مهم نه دي. که چیري چین سم درک نه کړو، نو هیڅ هم سمولای نه شو. د چين موضوع ډیر ساده دي. چین په داسې یو موقف کې دی، لکه له ۱۹۲۹څخه تر۱۹۳۰ پورې چې په المان کې نازیان ول. چینایان لکه آلمانان په نړۍ کې ډیر منطقي خلک دي، خو کله بیا بې منطقه شي.»
بینن: وړوکی دونالد خاین وو
«کوچنی دونالد ترمپ، جارید کوشنر او د ترمپ د کمپاین د ډلې مدیر پاول مانافورت فکر کاوه چې دا به ښه خبره وي چې له بهرنیو حکومتي چارواکو سره د ترمپ ټاور په ۲۵م پوړ او د کنفرانسونو په خونه کې بې له وکیلانو ملاقات وشي. بينن ويلي ان که يو څوک زمان پرخلاف، فکر کوي چي دغه کار خيانت نه دی، بيا ئې هم بايد د امريکا فدرالي پوليس خبر کړي وای».
«بايلل ګټل ول»
«که چیري هغه ټاکني بایللې وای، نو ترمپ به سمدستي د هغه په خبره د «درواغجني هيلري» د قرباني په توگه مشهور سوی وایی. د هغه لور ایوانکا او زوم جارید به نړیوال ستوري شوي وای. ستيو بینن به د ټي گوند د خوځښت مشر شوی وای. ملینیا ترمپ به لکه څنګه چې يې خاوند ډاډ ورکړی وو چې هغه به ولسمشره نه شي، نو په دې صورت کي به بيرته خپل پخواني حالت ته وروگرځي».