اوکراين ـ سيويرودونيڅک تر دوامداره بريدونو لاندي دی
۱۴۰۱ خرداد ۹, دوشنبهد اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي پر روسيې تور لګولی چي د اوکراين لوی ښار سيويرودونيڅک يې تر زياتي اندازې په کنډواله بدل کړی دی. زيلنسکي ويلي چي روسي قواوو په خپلو بريدونو کي د ياد ښار «۹۰ سلنه کورونه زيانمن کړي دي. د دغه ښار دوه پر دريمه برخه په بشپړه توګه تباه سوېده.» د اوکرايني ولسمشر په وينا روسي قواوي غواړي چي په هر صورت ياد ښار تر خپل کنټرول لاندي راولي.
«نوم يې لا تريخ دی»
زيلنسکي ويلي دي چي روسي ځواکونو ته د ياد ښار د تر کنټرول لاندي راوستل دومره مهم دي چي «هغوی ته بې تفاوته ده چي پکښي په کوم شمير انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.» د هغه په وينا اشغالګر غواړي چي د دغه ښار پر مرکزي دولتي ودانۍ خپل بيرغ ورپوي. دا په داسي حال کي ده چي دغه ودانۍ د ولسونو تر منځ د ملګرۍ پر جاده ولاړه ده.» د هغه په وينا د روسيې او اوکراين د ملګرۍ نوم لرونکي دغې جادې «نوم لا اوس پر غوږو تريخ لګيږي.»
د اوکراين د ولسمشر په وينا اوکراين خپل پوره کوښښ کوي چي د روسي ځواکونو تعرض پر شا وتمبوي. نوموړي زياته کړه: «يوه ورځ هم داسي نه تېريږي چي موږ دي خپله بشپړه هڅه نه وي کړې چي لا زياتي او لا عصري وسلې په لاس راوړو چي په مرسته يې موږ خپل د ولس او هيواد دفاع وکړلای سو.»
د استخباراتو رئيس له دندې ګوښه کړل سو
د اوکراين ولسمشر زيلنسکي د هيواد په ختيځ کي د اوکراين د استخباراتي چارو رئيس له دندې ګوښه کړی دی. زيلنسکي ويلي چي د استخباراتو دغه رئيس د روسي تعرض له پېل راهيسي د ياد ښار د دفاع له پاره په کافي اندازه هڅه نه ده کړې. ولسمشر تور لګولی چي دغه رئيس د ښار د دفاع پر ځای «صرف د خپل ځان په هکله فکر کړی.» د زيلنسکي په وينا په هيواد کي د جرايمو ضد چارواکوي به د دې پلټنه وکړي چي د استخباراتو ياد رئيس ولي دا ډول چلن کړی دی او لاملونه يې څه ول.
ولوديمير زيلنسکي د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د می ۲۹ نېټه) د روسي ځواکونو د نظامي مداخلې راهيسي په لومړي ځل د اوکراين ختيځ ته سفر وکړ. د ولسمشر دفتر پر تليګرام يوه داسي ويډيو خپره کړې ده چي پکښي ولسمشر مرمۍ ضد واسکټ اغوستی او په خارکيف کي له تخريب سوو ودانيو څخه ليدنه کوي.
په عيني حال کي د روسيې د باندنيو چارو وزير سرګې لاوروف ويلي دي چي د اوکراين د ختيځي سيمي دونباس نيول د روسيې له پاره «بې قيده او بې شرطه لومړيتوب» دی. نوموړي فرانسوي رسنۍ تي اېف يو ته ويلي دي چي روسيه غواړي چي د دونباس په نيولو سره اوکرايني ځواکونه له دونيڅک او لوهانسک سيمو څخه ليري وساتي کومي چي روسيې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسميت پېژندلي دي.
لاوروف ويلي چي د اوکراين د نورو هغو سيمو اوسېدونکي چيري چي روسيه «نظامي عمليات» تر سره کوي بايد پخپله د خپل راتلونکي په هکله تصميم ونيسي. اوکراين اندېښنه لري چي د خيرسون په سيمه کي به ښايي د لوهانسک او دونيڅک په څير نمايشي ولسمپوښتني تر سره او په نتيجه کي به يې «خپلواک جمهوريت» اعلان سي.
اوکرايني غله د روسيې پر لور
په سويل کي د روسيې تر کنټرول لاندی خېرسون سيمه کي روسيې ته د اوکراين د غله جاتو د انتقال پروسه پېل سوې ده. د تاس خبري آژانس د خبر له مخي د ملکي او نظامي ادارې مرستيال مشر، کيريل سترېموسوف ويلي دي چي په اوکراين کي تير کال د غله جاتو د حاصلاتو يو برخه له ذخيرو څخه را ايستل سوې ده. د دغه اقدام لامل په روسيه کي د خريدارانو سره يو تفاهم ته رسېدنه بلل سوېده.
زياته سوې چي اداره هڅه کوي چي و ځايي او روسي توليدي دستګاوو ته د لمر ګل زڼي ورسوي. دا په داسي حال کي ده چي اوکراين څو ځله تر مخه پر روسيې تور لګولی دی چي په دغو اشغال سوو سيمو کي يې غله جات غلا کړې دي.
آ./ا.ا/ن.ز.