ایا ترمپ په رښتیا د بایدن د زوی پر ضد د څیړنو غوښتنه کړې؟
۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبهد امریکایي رسنیو په حواله د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د اوکراین حکومت تر فشار لاندې را وستی دی چې د جمهوري ریاست په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ده د سیال جوبایډن د زوی پر وړاندې تحقیقات وکړي. بایډن په دې اړه ترمپ له قدرت څخه په ناوړه استفادې تورن کړی دی، خو دونالد ترمپ بیا دا خبره یوه جعلي کیسه بللې ده.
د »واشنګټن پوسټ« او »نیویارک ټایمز« ورځپاڼو رپوټ ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د اوکراین له نوي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، څخه غوښتي دي چې له خپل مدافع وکیل او د نیویارک له پخواني ښاروال رودي جیولیاني سره په ګډه دې، د جوبایډن د زوی هنتر بایډن پر وړاندې تحقیقات وکړي. هنتر د ولسمشر بارک اوما د مرستیال په توګه د خپل پلار د کار پر مهال د ګازو په یو اوکراینې شرکت کې کار کوه.
بایډن چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال وو، ځان یي د جمهوري ریاست د مقام له پاره کاندید کړی دی. ویل کیږي چې نوموړی د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب ښه چانس لري.
(dpa, ap)sn-mj