ایران غواړي د «دښمن» د سمندري ځواکونو حضور وننګوي
۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبهد ایران د سپاه انقلاب مشر حسین سلامي، د شنبې په ورځ په بندر عباس کې [د فارس خلیج سویلي ښار چیرې چې د ایران سمندري ځواکونه مستقر دي] د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل: «نن مونږ په یوه تمام عیاره جګړه کې له غلیم سره مخامخ یو».
سلامي په دغو مراسمو کې د «ابو مهدي» په نوم د یوې بیړۍ او ۱۰۰ توغنديو توغوونکو دستګاو پرانیسته وکړه. که څه هم سلامي د کوم دښمن نوم یاد نه کړ، خو د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ۲۲ هیوادونو یو ائتلاف، په سره بحیره کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمن حوثي یاغیانو د بریدونو په مقابل کې د بیړیو د حفاظت له پاره، موافقې ته رسیدلي دي.
د ۲۰۲۳م کال له نومبر را په دیخوا د حوثیانو بریدونه له اسرائیل سره په جګړه کې د فلسطیني حماس ډلې پر ملاتړ دلالت کوي.
سلامي په یوه تلویزوني وینا کې ویلي چې د سپاه سمندري ځواکونو «د نړۍ سمندري ځواکونو د ننګونې له پاره، په تعرضي او دفاعي توان سره، روښانه پرمختګ لرلی دی».
د ایراني رسنیو د رپوټونو په حواله، د «البرز» په نوم د ایران جنګي بیړۍ د روانې میاشتې په لومړیو کې د کښتۍ چلونې د مسیر د خوندیتوب له پاره سرې بحیرې ته داخله شوې ده.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح