1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران وايي له روسیې سره د ۴۰ میلیارده ډالرو تړون نهايي کوي

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال وايي، د روسیې له ګازپروم شرکت سره د یاد تړون شاوخوا ۶،۵ میلیارده ډالر په قرارداد بدل شوي او پاتې ۴۰ میلیارده ډالر به په راتلونکي یوه میاشت کې په قراردادونو بدل شي.

https://p.dw.com/p/4J1XO
آرشیف: د روسیې او ایران د ریس جمهورانو ناسته
آرشیف: د روسیې او ایران د ریس جمهورانو ناسته انځور: Sergei Sovostyanov/AFP

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د لړم پر ۱۱ مه) د مهدي صفري په حواله خبر ورکړ، چې له روسیې سره د ګازو د سوداګرۍ په برخه کې د ایران پلان دا دی چې له دغه هېواد څخه ګاز واخلي او ګاونډیو هېوادونو ته خپل کورني ګاز صادر کړي.

د سرطان میاشتي په پای کې د ایران د نفتو د ملي شرکت او د روسیې د ګازپروم شرکت ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د یو تړون د لاسلیک کیدو خبرونه خپاره شول چې ارزښت یې شاوخوا څلویښت میلیارده ډالره اعلان شو او ظاهراً دا هماغه یادداشت دی چې صفري ېې یادونه کړې وه چې راتلونکې میاشت به په یوه تړون بدل شي.

په ایران کې د تېلو او انرژۍ د معلوماتو شبکې (شانا) د چنګاښ په ۲۸مه خبر ورکړ چې د تېلو وزارت د مرستيال او د ايران د نفتو د ملي شرکت د اجراييه مشر محسن خجسته مهر او د ګازپروم د شرکت د اجرايي مشر مرستيال ويتالي مارکلوف له خوا په انلاين ډول يو تړون ليک لاسليک شو.

تهران ته د پوتین سفر او د هوکړه لیک نهايي کیدل

دغه پریکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک شو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د پوځیانو له خوا پر اوکراین له حملې وروسته په خپل یوه لومړني بهرني سفر کې تهران ته ورسید. په تهران کې د پوتین د سلا مشورو یو مهم ټکی چې د هغه ترکي سیال رجب طیب اردوغان هم پکې وو د سوریې وضعیت و.

ظاهراً د دغه سفر په ترڅ کې د ایراني شاهد ۱۳۶ ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو د پېرلو په اړه چې د شواهدو له مخې روسیه ېې د اوکراین پر ضد جګړه کې کاروي، هم نهايي شوی دی.

تهران ته د پوتین تر سفر درې ورځې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې روسي چارواکو د غبرګولي او چنګاښ په میاشت کې د کاشان په هوايي ډګر کې د ایران له جوړو بې پیلوټه الوتکو لیدنه کړې وه.

د ایران، چین او روسیې ګډي سمندري مانورې پيل شوې

د ایران په چارو کې د امریکا استازی رابرت میلی ویلي وه چې پوتین تهران ته رسیدلی، اسلامی جمهوریت اوس کولای شی چې په روسیې باندې د «نسبي وابستګۍ» او یا هم د برجام خبرو اترو ته د ستنیدو له جملې یو انتخاب کړی.

د ایران له لارې پاکستان ته د روسي ګازو لیږد

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال د دغه پریکړه لیک د یوې برخې په اړه چې د ده په وینا تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به لاسلیک شي وویل، روسي شرکتونه په پام کې لري چې په پاکستان کې دننه د ګازو د انتقال پایپ لاینونه جوړ کړي چې له ایران څخه دغه هیواد ته صادریږي.

آرشیف: ایران او روسیه د ګازو په برخه کي تړون لاسلیکوي
آرشیف: ایران او روسیه د ګازو په برخه کي تړون لاسلیکويانځور: AP/picture-alliance/dpa/DW

په دې توګه ایران پاکستان ته د روسیې د ګازو د انتقال په برخه کې د منځګړي رول په غاړه اخلي. په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو راهیسې هڅه کوي چې خپل ګاز د سولې د پایپ لاین له لارې پاکستان او له هغه ځایه هند ته ولېږدوي.

صفري له ګازپروم سره د ایران د ګازو د همکارۍ د توجیه په توګه وویل چې د اقتصادي ګټو او د ایران له جنوب څخه شمال ته د ګازو د لیږد د لګښت په کمولو سربیره شمالي ولایتونو ته د تیلو د رسولو له پاره د روسیې د ګازو تبادله به د ایران، روسیې، ترکمنستان او آذربایجان په شمول د منځني هیوادونو ترمنځ سیاسي پیوستون زیات کړي.

له روسیې سره تړون او په هکله یې د ایراني چارواکو مختلفې څرګندونې

د ایران او ګازپروم تر منځ د ګازو د موافقې په اړه له ډیرو تبلیغاتو سره سره، د ایران اسلامي جمهوریت لوړ پوړي چارواکي د جزیاتو په اړه متضادې څرګندونې کړې دي.

په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د شپږ نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د یاد تړون د بدلولو او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د ۴۰ میلیارد ډالرو د تړون د وروستي کولو خبره کوي، خو د ایران د نفتو وزیر بیا مختلف ارقام او نیټې په ډاګه کړې دي.

امریکا: روسان د بی پيلوټه الوتکو لیدو په خاطر ایران ته تللي

د ايسنا خبري آژانس د خبر له مخې، جواد اوجي د لړم په يوولسمه نېټه د دولتي بورډ د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل چې «تر ​​نن ورځې پورې موږ د نفتو او ګازو او د ساحو د پراختيا په برخو کې څه دپاسه څلور میليارډ ډالره تړونونه د روسیې له قدر شرکتو سره لاسليک کړي دي.»

د دغه راپور له مخې، د ابراهیم رییسی حکومت د نفتو وزیر د ۴۰ میلیارده ډالرو د پریکړه لیک په اړه وویل چې د دغه پریکړه لیک بحث د ګازو د ملي شرکت او د تصفیې د سکتور له خوا په جدی توګه پر مخ روان دی، هیله لرو چې دا به د دې لامل شي چې د روان کال په پای او د راتلونکي کال په پیل کې به په تړون واوړي.

که څه هم تهران مسکو د خپل ستراتیژیک ملګري په توګه معرفي کوي، خو روسیې په وروستیو میاشتو کې وښودله چې کولي شي د خپلو ګټو له پاره په آسانه ډول د ایران د تیلو او نورو صادراتي محصولاتو ځای ونیسي.

روسیې په ایران کې د ځانګړو تخفیفونو په ورکولو سره د ایران د تیلو او فولادو د صادراتو د بازار یوې برخې له نیولو وروسته، اوس په هند کې د ایران د قیر بازار ته د رسیدو له پاره هم هڅې پیل کړي دي.