1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن روسانو ته: «تاسې زموږ دښمنان نه ياست»

۱۴۰۰ بهمن ۲۷, چهارشنبه

د اوکراين د بحران په ترڅ کې ولسمشر بايدن د تندو خبردرايو او پخلاينې د لهجې په خپلولو سره انډول ساتي. هغه په عين حال کې خپل ولس هم ممکنه پايلو ته متوجې کوي.

https://p.dw.com/p/475ew
USA | Statement Präsident Joe Biden
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن په حواله «لا هم ډېر امکان شته» چې روسيه پر اوکراين بريد وکړي. د امريکا حکومت تر اوسه دا خبره نه ده تائيد کړې چې يو شمېر روسي ځواکونو لکه مسکو چې اعلان کړی دی، د اوکراين له سرحدي سيمو څخه بيرته ور غوښتل شوي دي.

په عين حال کې بايدن د يوې تلویزيوني وينا په ترڅ کې ټینګار وکړ: «د ديپلوماسۍ او وضعيت د آرامولو امکان لا موجود دی.» هغه وويل تر څو چې دا هيله موجوده وي، هيواد به یې همدا لاره تعقيب کړي.

ولسمشر بايدن وويل چې امریکا متحده ايالات په اوکراين کې د راکټونو د نصبولو هيڅ اراده نه لري او نه امريکا او نه هم اوکراين د روسیې له پاره کوم ګواښ دی. نوموړي روسانو ته په دې ټکو سره خطاب وکړ: «تاسې زموږ دښمنان نه ياست.»

«له خپله لاسه رسېدلی زیان»

جو بايدن يو ځل بيا د لوېديځ پر يووالي ټینګار وکړ. هغه وويل چې که چېرې مسکو د زور زياتي لاره خپلوي نو امريکا او شريکان به یې چټک او پريکړنده ځواب ووايي. د نوموړي په خبره د دې غبرګون به «کلک» جزايي اقدامات او د ناټو هيوادونو په ساحه کې د امريکايي عسکرو حضور پياوړی کول وي.

بايدن په خپلو خبرو کې زياته کړه چې روسیې ته به يرغل «ځان ته د زيان رسولو» په معنا وي. حیثيت ته ممکنه زيان رسېدو ته په اشارې سره نوموړي زياته کړه: «نړۍ به یې هير نه کړي چې روسیې بې له کومې اړتيا د مرګونو او تباهۍ پریکړه کړې وه.»

Belarus Stationierung von Raketen und Raketenwerfern
لوېديځ ستېلايتونه د بیلاروس او هدا راز په خپله خاوره کې د روسي پوځيانو تحرکات ښييانځور: MAXAR TECHNOLOGIES/REUTERS

په داسې حال کې چې په څو ځلي د بندیزونو ګواښ شوی دی، بايدن يو ځل د امریکا ولس د دې پايلو ته متوجې کړ: «د ديموکراسۍ او آزادۍ دفاع خپله بيه لري.» په دې ترتيب ښايي د مثال په توګه په امریکا کې د انرژۍ بیې لوړې شوي. بايدن وويل: «زه نه وايم چې دا به موږ ته کوم درد را نه کړي.» 

«دلته يوازې د روسیې او اوکراين موضوع مطرح نه ده»

امريکا متحده ایالات له روسیې څخه ډېر زيات خام تېل واردوي. په دې ترتيب به وسله واله شخړه د تېلو پر بيو ډېر اغیر وکړي. خو بل لوري ته پر لوېديځه اروپا به د روسیې د ګازو بندیدل په هغه صورت کې د امریکا په ګټه وي چې دغه هيواد مايع ګاز چې ډېره لوړه بيه لري، اروپا ته صادر کړي خو په دې برخه کې یې وړتياوې محدودې دي.

د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ برعکس جو بایدن بيا په تکراري ډول ويلي چې يوه پوځي شخړه به د ګازو د پاين لاين «نورد ستريم ۲» د پای په معنا وي. دغه نل ليکه د روسيې ګاز د اوکراين له لارې آلمان ته رسوي.

جو بايدن په دې اړه وويل: «دلته خبره يوازې د روسيې او اوکراين نه ده، بلکې د هغه څه له پاره د درېدو خبره مهمه چې موږ پرې باور لرو.»

«څرګند او ناڅرګند امکانات»

تر دې مخکې امريکا د يوه سايبري بريد تر رپوټ وروسته د اوکراين د ملاتړ وړاندیز کړی وو. امريکا وکولی شول په دې اړه پلټنو کې مرسته وکړي، خو امريکا د یوه بريد په برخه کې هم دغه کار کولی شي.

د اوکراين چارواکو ويلي دي چې د دفاع وزارت د دوو دولتي بانکونو پر «سرور» په قصدي ډول بار ډېر شوی دی. زیاته شوې ده چې اړوندې ويب پاڼې تړل شوي دي او همد راز بانکي کارتونه نور کار نه ورکوي. سپينې ماڼۍ ويلي دي چې امريکا پر سایبري بريدونو د غبرګون «څرګند او ناڅرګند امکانات» لري.

د اوکراين د کړکېچ د ديپلوماتيکي حل لارې د لټون په ترڅ کې ولسمشر جو بايدن د فرانسې له جمهور رئيس ايمانويل مکرون سره تليفوني خبرې کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير بيا له خپل روسي سيال سره غږيدلی دی.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هم د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په مسکو کې څو ساعته خبرې اترې وکړې.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)