کرونا: بنګله ديش هم خپل سرحدونه کلک کړل
۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبهد سويلي آسيا سيمه، چې نژدې دوه ميليارده (۱ اعشاريه ۹ ميليارد) انسانان په کې ژوند کوي، د نړۍ د نورو سيمو په پرتله د کرونا ويروس څخه لږ اغيزمنه شوې، خو په پاکستان، هندوستان، نيپال، بوتان او سريلانکا کې د ابتلا ۸۶۹ نوې پيښې او د ۷ کسان مړينه، داسې ښيي چې اوس په دغې سيمه کې هم د کرونا ويروس خپريدا شدت موندلی.
د هندوستان د عامې روغتيا وزارت يوه لوړپوړي چارواکي په نوي ډيلي کې وويل چې د هند په سطحه په ۷۰ فعالو لابراتوارونو کې ۱۵۰۰ معاينې يا تيستونه ترسره شوي دي چې دا د نړۍ په کچه د تيستونو تر ټولو ټيټ ارقام دي. دغه چارواکي ويلي دي: «په دې برخه کې موږ واقعاً نه پوهيږو چې د [ويروس] خپريدا د پراختيا حد څومره دی.»
چارواکي د سيمې په هيوادونو کې پر ويروس د ابتلا په اړه انديښمن دي، په ځانګړې توګه په ډيرو هغو سيمو کې چې هلته لږ طبي او زیربنايي امکانات شتون لري.
د بنګله ديش يوه لوړپوړي چارواکي وويل چې له نيمې شپې راهيسې يې له چين، هانګ کانګ او ټايوان پرته، پر ټولو ورتلونکو پروازونو بنديز لګولی دی. د هغه په خبره، دغه تصميم وروسته له هغې ونيول شو، چې د ۲۰ کسانو تيستونه مثبت وختل. چارواکو د ډاکې په هوايي ډګر کې د هغو مساپرو پر لاسونو د نښو يا علامو لګولو يو پروګرام پيل کړې، کوم چې بايد قرنطين شي.
د رويټرز په حواله، په سريلانکا کې د کرونا ويروس ۷۲ مثبت پيښې ثبت شوي دي. د پولیسو يوه وياند ويلي دي چې د دوشنبې ورځ تر سهاره پورې د خلکو پر تګ راتګ بنديز لګول شوی. ۳۰ کسان چې له دغه امر څخه يې سرغړونه کړې پولیسو نيولي دي.
هندوستان چې د نړۍ دوهم ډير نفوس درلودونکی هيواد دی هم غواړي د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوی له پاره ټول ورتلونکي نړيوال پروازونه بند کړي. د شنبې ورځې ارقام ښيي چې هندوستان کې ۲۷۱ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
د هندوستان په ښاري سیمو کې خلک له مارکيټونو څخه د خوراکي او نورو ضروري شيانو د رانيولو په حال کې دي. په مارکيټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه وروسته له هغې ډيره شوه چې لومړي وزير نريندا مودي له خلکو وغوښتل چې يو له بل سره فاصله يا واټن ونيسي.