ترمپ له ټایوان سره د اړیکو د پراخولو قانون لاسلیک کړ
۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبهد جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې ولسمشر ترمپ پر یوې داسې مسودې لاسلیک کړی چې له مخې یې امریکايي سیاستوال اوس کولی شي د چین په ګاونډ کې پروت ټایوان هیواد ته سفرونه وکړي. د دې قانون په اساس د امریکا چارواکي اوس کولی شي چې د ټایوان د هرې درجې چارواکو سره کتنې ولري او امریکا هم په رسمي توګه د ټایواني چارواکو د کوربتوت اجازه ترلاسه کوي. د دې اقدام ترشا موخه د امریکا متحده ایالاتو او د ټایوان ترمنځ د اړیکو پراخول په ګوته شوي دي.
د چین غبرګون
د امریکا د دې اقدام په غبرګون د چین هیواد د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر دې ټینګار کړی چې چین په هیڅ صورت دغه راز قانون نه شي زغملی او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې د «واحد چین» سیاست ته احترام وکړي.
تر دې مخکې په ۲۰۱۶م کال کې ولسمشر ترمپ د ټایوان له دولت له مشرې تسای اینګ ون سره تلیفوني خبرې کړې وې چې د ترمپ دغه اقدام هم د چین سخته غوسه راپارولې وه خو بیا وروسته امریکا اعلان وکړ چې دوی د «واحد چین» سیاست ته احترام لري.
چین د «واحد چین» د سیاست په چوکاټ کې چې هانک کانګ، ماکاو او ټایوان یې برخې دي، ټینګار کوي چې دغه ټول هیوادونو واحد چین دی او متحده ایالاتو د چین دغه غوښته په ۱۹۷۹م کال کې په رسميت پیژندلې ده. د دې سربیره امریکا د ټایوان هیواد خپل متحد ګڼي او متحده ایالات دغې ټاپو تر ټولو ستر د وسلو صادرونکی هیواد هم دی.