جرمني ته د افغانانو د لېږد بهیر ځنډول شوی دی
۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعهد جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې تر هغه چې نورې امنیتي څېړنې نه وي ترسره شوي، هیڅوک به د افغانانو منلو د نوي پروګرام له لارې آلمان ته ونه لېږدول شي. د هغه په خبره چې تر اوسه د دغه پروګرام له لارې هېڅوک جرمني ته نه دي لېږدول شوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ویلي دي چې په تیرو څو اونیو کې آلمان ته د افغانانو د انتقال په برخه کې د احتمالي ناوړه استفادې «انفرادي» نخښې لیدل شوي دي. هغه زیاته کړه، د اوسنیو موندنو پر بنسټ، دا ټولې قضیې د هغو کسانو پورې اړه لري چې په دې وروستیو کې خوندي دریم هیواد ته رسیدلي او له همدې امله د داخلې په نوي پروګرام کې ندي شامل شوي.
اړونده موضوع: المان د افغانانو د منلو بهیر په مؤقت ډول درولی دی
هغه په ځینو نورو مواردو کې هم وضاحت ورکړی چې یوه یې هم د کورنۍ مسله ده، دی وایي چې یوه ستونزه د کورنۍ په جوړښت کې ده، مثلاً یو چا خپله خورزه د لور په لیست کې شامله کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې قضیې ته اشاره کړې ده چې پکې یو "خطرناک کس" ظاهراً د دې پروګرام له لارې جرمني ته د رسېدو هڅه کړې وه، خو دغه کس د امنیتي ارزونو پر مهال وپیژندل شو او آلمان ته داخل نه شو.
له خطر سره د مخ افغان وګړو د داخلیدو نوی پروګرام په نومبر میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فئزر او د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بیربوک له خوا معرفي شو. د دې پروګرام له مخې به هره میاشت تر ۱۰۰۰ پورې زیانمن شوي افغانان جرمني ته لېږدول کېدل.
اړونده موضوع: افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي
په ځانګړې توګه هغه کسان چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو، قضا قوي، سیاست او رسنیو په برخه کې د کار له امله له ګواښ سره مخ دي کولای شي له دې پروګرام څخه ګټه واخلي. برسېره پردې، هغه خلک چې د دوی د جنسي تمایل، جنډر او مذهبي عقیدې له امله په خطر کې دي کولی شي د نوي داخلې پروګرام څخه ګټه پورته کړي. په پلان کې ده چې د ساتنې دغه پروګرام تر ۲۰۲۵م کال پورې دوام وکړي.
اړونده موضوع: المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی
د آلمان د فدرالي منل شوي پروګرام سره سم، د هغو محلي کارکوونکو قضیه چې په افغانستان کې د آلمان د شتون پر مهال یې له آلماني موسسو سره کار کړی دی هم د آلمان د مسئولو بنسټونو له خوا ارزول کیږي. په بل عبارت، هغه کسان چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د آلمان له پوځ، د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت او د دغه هیواد له پرمختیايي موسسو سره همکاري کړې وي، د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو وړ ګڼل کیږي.
د آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه شاوخوا ۴۴ زره افغانانو د آلمان د منلو وعده ترلاسه کړې، چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۰ زره تنه له افغانستان څخه آلمان ته لیږدول شوي دي.