داعش د کابل د شنبې ورځې د چاودنې مسئوليت هم ومانه
۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبهاعلان
طالبانو منلې چې چاوديدونکي مواد په یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي ول چې د چاودنې له امله ېې ۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. خو ځایي منابعو بېا د طالبانو د وینا خلاف د وژل شوو کسانو شمیر زیات ښودلی. دوی رويټرز ته ويلي دي چې په دغه پيښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. دغه چاودنه د محرم مراسمو پر مهال د کابل ښار په یوه داسې سیمه کې وشوه چې ډيری اوسيدونکي ېې شیعه ګان دي. د کابل لويديځ د دوو پر له پسې ورځو له پاره د دوو وژونکو چاودنو شاهد وو.
د جمعې په ورځ د کابل په سرکاریز سیمه کې چاودنه وشوه چې د هغې مسئولیت هم داعش منلی دی. په دغه چاودنه کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د داعش ډلې بریدونو شدت موندلی دی.