د آلمان اقتصاد به په نوي کال کي څرنگه وي؟
۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبهکه د هغوی علاقه مندۍ په نظر کي ونیول سي، نو د جرمني اقتصاد په ښه ډول پر مخ روان دی. د هري څانګي له پاره جلا جلا اتحادیه سته او د ټولو پرسر بیا یوه لویه اتحادیه، یعني د آلمان د تجارت او صنایع اطاقونه. دوی خپلو غړو شرکتو ته مشورې ورکوي، په ګډه سره د شرکت د جوړیدو پر ځای او محل باندي کار کوي او هغوی ته لوبیان یا مینه وال پیدا کوي.
دغه اتحادیې او شرکتونه په کولن ښار کي د آلمان له اقتصادي مرکز –IW سره مالي کومک هم کوي. دا یو تحقیقاتي اقتصادي مرکز دی، چي د شرکتو د مالکانو او هغوی د اقتصادي ګټو نمایندګي هم کوي.
د دغه تحقیقاتي اقتصادي مرکز رئیس میشائیل هویټر په کال کي یووار له اقتصادي اتحادیو څخه د دوی دغړو شرکتو په باب پوښتني هم کوي. د ۲۰۱۲عيسوي کال د څېړنو نتیجه داوه چي د شرکتونو اقتصادي وضعیت او معاملې ښې دي، خو ځیني بیا هم ورته پوره نه دي خوشبینه.
هره دوهمه اقتصادي اتحادیه بدبینه ده او د دې تمه لري چی د دوی د اقتصادي څانګو وضعیت به په نوی کال کي خراب سي. خو نور شرکتونه بیا په دې عقیده دي چی حالت به یې د پروسږکال په شان پاته سي. خو دا چي بیا هم دا د پرمختګ او ودي په معنی دی، هیڅوک پر هغه باندي باور نه لري. د کولن د تحقیقاتي اقتصادي مرکز مشرمیشائیل هویټر وايي:
«موږ تر ۲۰۰۹کال وروسته بیا یو شی معلوم کړی، او هغه دا چي هیڅ اقتصادي څانګه د دې انتظار نه لري، چي وضعه به یې تر پخوا سمه سي. دوی ګومان کوي چي هر څه به د پروسږکال په شان وي.»
آلماني مالي- تجارتي شرکتونه تر ټولو دمخه د یورو زون د پوروړیتوب د بحران څخه تشویش لري. خو سربېره پر دې، دغه بدبیني د دې معنی نه لري چي هر څه په اتوماتیک ډول سره خراب سی. د اقتصادي حالت د خرابیدو انتظار د ۴۶ پوښتل سوو اتحادیو څخه فقط ۱۱ لري.
د دې برعکس بیا۲۰ اقتصادي اتحادیې په نوي کال کي د لا ډیرو عایداتو اټکل کوي. ځکه نو د هویټر له پاره نتيجه داوه چي تر واقعي اقتصادي حالت، هغه ته بدبیني ډیره ده. هویټر موجوده بدبیني او نسبتاً ثابت اقتصادي اټکلونه د اقتصادي بحران له کلونو سره مقایسه کوي:
«شرکتونه ډیر زیات محتاطه دي. دوی غواړي د یوه شي مخنیوی وکړی، یعني د ۲۰۰۸کال اخره او ۲۰۰۹کال د اقتصادي بحران د تجاربو له تکرار څخه. هغه وخت کله چي جهاني اقتصاد له رکود سره مخامخ سو، نو هر څه د دوی له لاسو څخه ووتل. دغه ډول حالت لا تر اوسه پوري نه دی راغلی. ځکه نو شرکتونه تر پخوا ډیر محتاطه دي او د نااطمینانیو په مقابل کي ډیر ژر عکس العمل ښيي.»
که څه هم له۴۶ اتحادیو څخه ۱۱ یې په خپلو اقتصادي څانګو کي د کار ځایو د کمولو پیشبیني کوي او په دې ډول د خپلي اقتصادي وضعي د خرابېدو، خو بیا هم هویټر په ۲۰۱۳کال کي د ۰،۷ فیصده اقتصادي ودي اټکل کوي چي تر پروسږکال یو څه لږ دی.