د اسرائيل ۷۵ کلیزه؛ يو ملت چې هيڅکله دومره بې اتحاده نه وو
۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سهشنبهيهودت الکانا د هرې شنبې په ورځ د ښی اړخه حکومت له خوا قضايي اصلاحاتو يا بیا کتنې د پلانونو پر ضد د احتجاج له پاره له زرونو مظاهره کوونکو سره يوځای کيږي.
نوموړې چې يوه متقاعده فزيکي کيميا پوهه او د بشري حقونو فعاله ده، دويچه ويله ته وويل: «زه طبيعتاً خوشبينه انسان يم خو نن سبا زه ډېره بدبينه شوې يم خو موږ به تسليم نه شو.»
په دې تېرو څلورو مياشتو کې په ټولنه کې د دې لانجمن پلان د پلويانو او مخالفينو ترمنځ اختلاف پراخ شوی دی. د دې پلان مخالفين وايي چې پر دې قوانینو بيا غور به د اسرائيل ديموکراسۍ ته خطر پېښ کړي، په داسې حال کې چې پلويان یې بيا په دې آند دي چې دا اړين دی څو یې په خبره د هغه څه چې دوی یې تر حده ډېر ځواک لرونکې عالي محکمه بولي، مهار کړي.
الکانا په ۱۹۳۵م کال په بيت المقدس کې زېږيدلې وه او په هغه نسل پورې تړاو لري چې اسرائيل یې جوړ کړی دی. مور او پلار یې د ۱۹۳۰م لسیزې په لومړيو کې نازي آلمان پريښود او د بريتانیې تر قیموميالمان او امریکا د اسرائیل د ښارګوټو جوړولو طرحه غندلې دهت لاندې د هغه وخت په فلسطين کې ژوند پېل کړ.
نوموړې په خپل ژوند کې ډیر بحرانونه او جګړې ليدلي دي خو د خوښۍ شيبې یې هم تجربه کړې لکه کله چې داود بن ګوريون د ۱۹۴۸م کال د می پر ۱۴مه نیټه په تل ابیب ښار کې د اسرائیل تأسیس اعلان کړ.
الکانا د تل ابيب یوې جادې په يادولو سره وايي: «زه هغه عکسونه په ياد لرم چې په ورځپاڼو کې مې ليدلي ول، د هغه وخت د سدورت روتسچايچایلد سړک، خوښي او نڅاگانې.»
خو اوس چې اسرائيل د خپل تاسيس ۷۵مه کلیزه لمانځي، نوموړې یې د راتلونکي په اړه ژوره انديښنه لري. هغه وايي چې د قضا د قوانينو د بيا کتنې پرسر شخړه «ښايي د یوې کورنۍ جګړې باعث شي ځکه چې يو اړخ هم له خپل دريځه نه تیريږي. دا ډېره د خواشينۍ وړ ده.»
اړونده موضوع: بیت المقدس کې د یهودانو عبادت ځای مخ ته ډزو کې ۷ تنه وژل شوي
په بيت القمدس کې د شالوم هارتمن د څېړنیز او تعليمي مرکز څخه څېړونکی تومر پیرسيکو وايي چې داسې بریښي چې اسرائيل پر «يوه دوه لارې» ولاړ دی او دلیل یې هم يوازې د حکومت لانجمن پلانونه نه دي.
پیرسیکو وايي: «ډېری مسئلې چې يا خو اوږده موده په قصدي توگه پټې کړل شوې وې او يا له پامه غورځول شوې وې، اوس را برسیره کیږي: د اسرائيل ليبرال او غير ليبرال عمومي فضا، د مذهب او دولت ترمنځ اړيکه چې له يو بل سره تړل شوي دي او په پوځ کې [دنده ترسره کوونکي] د ډېر سیکولر اکثريت او ډېر اورتودوکس اقليت ترمنځ اړيکه. اوس د دې ټولو په هکله بحثونه کیږي.« د ډېر ارتودوکس يهودانو اکثريت ځوانان په پوځ کې دنده نه ترسره کوي.
د کيڼ اړخو ليدلوری
د تل ابیب په يوه کافي کې ۲۴ کلنه محصله او فعاله روني امیر له خپلې ۲۳ کلنې ملګرې نيلي روزن سره د تازه احتجاجونو او د اسرائيل د نزدې راتلونکي په تړاو خبرې کوي.
روني امیر وايي چې دا ورته مهمه ده چې هره اونۍ د قضايي اصلاحاتو پر ضد احتجاج کې برخه واخلي. خو د هغې لومړيتوب دا دی چې د فلسطيني سيمو د اشغال پای وګوري او د «ټولو له پاره مساوات».
نوموړې وايي: «د احتجاج په ترڅ کې زه په اشغال – ضد بلاک کې يم چې د فلسطنيانو له پاره د برابرۍ او آزادۍ غوښتنه کوي او د بل هر چا له پاره هم. زموږ تمرکز پر اشغال باندې دی چې زموږ په آند د هر هغه څه چې اوس ترسره کیږي، اساس دی او موږ د هر چا له پاره حقيقي ديموکراسي غواړو. موږ داسې يو هېواد غواړو چې د هر چا له پاره آزاد وي او مليت او مذهب یې اساس نه وي.»
د راتلونکي له پاره دوی تمه لري چې د يوه – هیواد د حللارې د طرحې د عملي کيدو شاهدان واوسي چېرې چې فلسطنيان مساوي حق لرونکي اتباع واوسي او وکولای شي چې په ټول هېواد کې په آزادۍ سره تگ راتگ وکړي.
روني او ملگرې یې دواړه وايي چې د نن ورځې اسرائيل پر امنيت دومره تمرکز کوي چې مهم مسائل لکه زده کړې او يا د ژوند لوړ لگښتونه یې له پامه غورځولي دي.
د فلسطين د شخړې په تړاو د روني او نيلي نظر د ډېرو د خوښې دريځ نه دی، لږ تر لږه د ځوانانو اکثريت يهودي اسرائيليانو ترمنځ چې د ۱۹۹۰مې لسیزې د سولې پروسه یې نه ده تجربه کړې، هغه وخت چې د اوسلو د سولې تړون دا هیلې راټوکولی وې چې فلسطنيان او اسرائيل د دوو دولتونو د حل لارې پر لوري روان دي.
پیرسيکو وايي چې ستونزه دا ده چې په اسرائيل کې کيڼ اړخ د لږ اديالوژيکي ځواک څښتن دی. هغه زياتوي: «مطمناً د اشغال د له منځه وړولو مبارزه چې يو وخت یې د شالوم آخشاو په څېر ډلو مشري کوله، نن سبا ډېره کمرزوې شوې ده. دمګړۍ په اسرائيل کې يوه داسې اجماع رامنځته شوې چې د دې مسئلې په اړه نور په رښتيا هيڅ هم نه شي ترسره کيدلای. بل لوري ته هیڅ حقيقي شريکان نشته.»
اړونده موضوع: اسرائیل د ملګرو ملتونو پر پریکړې لیک شدیده نیوکه کړې
ځيني ځوان اسرائيليان د فلسطنيانو د دويمې انتفاضه يا دويم مقاومت پر وخت رالوی شوي يعني د ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۰۵م کال پورې.
او په ۲۰۰۵م کال کې له غزې تراډې څخه يو اړخیز پر شاتګ يا وتل چې اسرائيل خپلې مینې ورانې کړې، هغه څه دي چې سياسي ښی اړخ یې تل د مثال په توګه راوړي څو وښيي چې خاورې سپارل د دې باعث شول چې د حماس تندلارې ډله په ترهګرۍ لاس پورې کړي او پر اسرائيلي ښارونو راکټي بريدونه ترسره کړي.
د ښی اړخ ليد لوری
نوار مننګهير د مظاهرو له کبله ناهيلی دی او هیله لري چې د دې اصلاحاتو ځينې برخې به عملي شي.
دا ۳۴ کلن پوډکاسکتر او ټولنیز مبصر چې په تل ابيب کې ژوند کوي، وايي: «موږ يوازې څلور مياشتې تر مخه انتخابات لرل. له پايلې یې سړی انکار نه شي کولی. دا يو داسې حکومت دی چې د خلکو له خوا یې د عمل کولو له پاره څرګنده دنده يا ماموريت ترلاسه کړی دی.»
هغه وايي چې د ده د نسل له پاره تر ټولو ډېره فشار واردونکي ستونزه دا ده چې «د يوه فلاحي ملت» نظريه له منځه يوړله شي او د «سوسيالیزم پاتې شونې چې اوس هم په دغه هېواد کې د تېرو کلونو د پاته شونو په توګه لا اوس هم پاته دي.» هغه زياته کړه: «زه په دی آند که دوی د دې له کبله سړکونو ته وځي نو دوی به واقعاً په ښي اړخ کې ډېر متحدين ومومي.»
د فلسطنيانو او اسرائيل د شخړې په تړاو د هغه دريځ روښانه دی. نوموړی وايي: «زما په آند تر ټولو ښه د وړاندوينې حالت به داسې يو ډول حالت وي چې موږ یې اوس لرو چېرې چې موږ هر هغه څه الحاقوو چې الحاق کولی یې شو چې دا ډېر د خوښې وړ دريځ نه دی.»
مننګهير د اردن سيند لوېدیځې غاړې ته اشاره کوي. په لوېديځه غاړه کې جوړې شوې مينې د جزا د نړيوالې محکمې او د ملګرو ملتونو له خوا د نړيوالو قوانينو له مخې غير قانوني درجه بندي شوي.
نوموړی وايي: «په غزه، يهودا او شومرون کې فلسطنيان که په رښتيا ووایم زما دښمنان دي. نو له دې کبله زه له دې خبرې سره هیڅ ليوالتيا نه لرم چې دوی دې يو خپلواک دولت ولري.»
بيرته به مظاهرو ته را وگرځو چېرې يهودت الکانا د خلکو په هغه ډلې پورې تړاو لري چې «اشغال – ضد بلاک» پورې تړلي دي.
نوموړې را په یادوي: «د ۱۹۶۷م کال سملاسي وروسته زه زاړه ښار ته ولاړم.» دغه سيمه هغه وخت د اردن په ولکه کې وه. هغه زياتوي: «حتی لا هغه وخت زما له پاره روښانه وه چې د اردن سيند لویديځې غاړې ټوله سيمه باید بيرته يوه شي، دا يوه فتح شوې سيمه وه چې باید بيرته وسپارل شي.»
اسرائيل له اردن څخه د ۱۹۶۷م کال د شپږ – ورځنۍ جګړې پر وخت دا سيمه نيولې وه.
په داسې حال کې چې اوس ټول تمرکز پر قضايي بيا کتنه دی، نوموړې پر نوي نسل د هغو ننگونو د حل له پاره تکيه کوي چې هېواد یې ورسره مخامخ دی.
هغه وايي: «موږ بايد پر بدبينۍ سربیره هم خوشبين واوسو او څه مو چې په وس پوره وي، هغه باید وکړو.»