د اسرائیلي سرتیرو له وتلو سره جگړه نه ختمیږي
اسرائیل غواړي د خپلو ځواکونو یوه برخه د غزې له تراړې څخه راوباسي. خو جگړه همداسي دوام لري. دغه هیواد لومړی غواړي د حماس غیرقانوني تونلونه له منځه یوسي. له بلې خوا د متحده ایالاتو له خوا هم لهجه وار په وار تندیږي.
د ملگرو ملتو پر یوه ښوونځي باندې برید
پر سرحدي ښار رفح باندې د یکشنبې په ورځ د برید په ترڅ کې د ملگرو ملتونو یو ښوونځی هم په نښه شوی دی. د فلسطیني ژغورونکو چارواکو په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او د ۳۰ تنو په شاوخوا کي ټپیان دي.
په ښوونځيو کې پناه اخیستل
د ملگرو ملتونو د مرستندویه ټولنو په حواله د ۳۰۰۰ په شاوخواکی فلسطیني کډوالو د ځان ساتلو په موخه دغې ودانۍ ته ورغلي. همدارنگه په نورو ښوونځیو کی هم د بریدونو له ویرې د غزې د شمالي او ختیځې برخې اوسیدونکو پناه اخیستې ده.
پر رفح باندې بریدونه
وروسته تر هغه چې اسرائیلیانو فکر کاوه چې د هغوی یو سرتیری تښتول شوی نو پر رفح باندی یې خپل بریدونه نور هم شدید کړل. د دغو بریدونو په پایله کې یو ښوونځی هم وویشتل شو چې په لومړي سر کې څوک نه پوهیدل چې دغه برید د چا له خوا تر سره شو. د اسرائیلو یوې پوځي ویاندې وویل چې د دغې پېښې پلټنه به تر وشي. اسراییلو په اول سر کی فکر کاوه چی د دوی ۲۳ کلن سرتیری د حماس له خوا تښتول سوی دی.
لا درکه سرتیری وژل شوی دی
اوس دا خبره جوته شوې ده چې اسرائیلي سرتیری هدار گولدین، وژل شوی دی. د اسرائیلي ځواکونو په حواله نوموړی ۲۳ کلن د جمعې په ورځ د غزې په تراړه کې د نښتو په ترڅ کی وژل شوی. اسرائیلیان په جدي ډول د دغه سرتیري په لټه کې وو. سرتیرو د توپچي قواوو په مرسته کورونه تلاشي کړل. گولدین د یکشنبې په ورځ په کفا سبا کې په یوې پوځي هدیرې کی خاورو ته وسپارل شو.
اسرائیل لومړني ځواکونه راوباسي
تر څلورو اوونیو پوځي عملیاتو وروسته اسرائیل اوس غواړي خپل د ځواکونو یوه برخه له غزې څخه راوباسي. د پوځ په حواله به یو شمیر سرتیري اوس هم هلته پاته شي ترڅو په بیړني حالت کې د حماس پر ضد مبارزه وکړي. په دې ډول به یو امنتي زون رامنځته شي. د پوځي کړیو په حواله دغه عملیات تر اوسه پورې پای ته نه دي رسیدلي.
د حماس تولونو د ویجاړولو بهیر به دوام ومومي
اسرائیلي لومړي وزیر د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د هغوی ځواکونه به تر هغه وخته پورې د غزې په تراړه کی پاته شي چې نوموړي تونلونه له منځه ولاړ شي. د دغو غیرقانوني تونلونو له لاری کیدای شي د حماس جنگیالي ځانونه غزې ته ورسوي. پس له هغه به وضیعت ته له سره وکتل شي او مشخص گامونه به پورته شي. د پوځ په حواله د دغو تونلونو ډیره برخه له منځه تللې ده.
آیا د کیړې خبرې اوریدل شوي؟
په دې ترڅ کی بیا نوي جزئیات رابرسیره شوي دي چې د آلمانۍ دیر شپیگل مجلې په حواله ښایي اسراسیلي استخباراتو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري، تیلیفوني خبرې اوریدلې وي. کیري د څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ یوه روغه جوړه رامنځته کړي. په تیرو وختونو کې د اسرائیلو او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې په ښکاره ډول ترینگلې شوې دي.
په غزې کی څه د پاسه ۱۷۰۰ انسانان وژل شوي دي
له ویجاړو شویو ودانیو څخه د قربانیانو د راایستلو بهیر اوس هم دوام لري. د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله د دغو پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د غزې په تراړه کې تر اوسه پورې څه د پاسه ۱۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۹۰۰۰ اضافه کسان ټپیان دي. د ملگرو ملتو په حواله د غزې په تراړه کې هر څلورم کس تېښتې ته اړ شوی دی. په عین حال کې بیا ۶۴ اسرائیلي سرتیري او درې تنه ملکي وگړي له منځه تللي دي.
د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مظاهرې
د غزې خونړي کړکیچ په ټولې نړۍ کې خلک مظاهرو ته رابللي دي. د شنبه په ورځ په واشنگټن کې عربي نژاده امریکایان او د سولې پلویان سړکونو ته راووتل. د دغو مظاهرو په ترڅ کې له اسرائیلي پلوو کسانو سره اخ وډب هم رامنځته شو. همدارنگه په تیره اوونۍ کې د اروپا په ډیرو ښارونو کې هم مظاهرې تر سره شوې چې په ترڅ کی یې د یهودانو پر ضد شعارونه ورکړل شول.