۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبهپر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته په زرګونو افغانان یوه دریم هیواد د تللو په تکل پاکستان ته تللي، چې ګڼ شمېر د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دي. هلته د بي ۱۷ په نامه یوه سیمه چې پکې ګڼې افغانې کورنۍ اوسي، د افغانانو په سیمه شهرت لري، چې په بازار کې یې افغان هوټلونه هم شته. خدای نور ناصر دغې سیمې ته ورغلی او دا رپوټ یې چمتو کړی دی.