د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله آسیا جام ته د رسیدو چانس لري
۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبهد افغانستان د فوتبال ملي ټیم چې په نړیوالو درجه بندیو کې ۱۵۱ ځای لري. دغه لوبډله په یوې بلې بریا سره کولی شي د ۲۰۲۷ کال د فوټبال اسیايي جام ته لاره پیدا کړي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بریتانوي روزونکي اشلي ویستوود اوه میاشتې مخکې د افغانستان د ملي ټیم رهبري پرغاړه واخیسته او له هغه وخت راهیسي لوبډلې د نوموړي روزونکي په دوره کې تر اوسه پورې ډیر پرمختگونه درلودل.
افغان لوبغاړي د سه شنبې په ورځ د مقدماتي لوبو په وروستي پړاو کې د کویټ پر وړاندې د لوبې ډګر ته کوزیږي او په دې پوهیږي چې د هندوستان د لوبډلې په پرتله د قطر پر وړاندې باید ښه امتیاز په لاس راوړي تر څو راتلونکي پړاو ته لار پیدا کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله، تر دې وړاندې د آسیا د اتلې لوبډلې، قطر پر وړاندي هغه لوبه کې چې په سعودي عربستان کې سوې وه، د صفر په وړاندې صفر نتیجې ته ورسید.
د ملي لوبډلې روزونکي ویستوود تر لوبې وروسته وویل چې د نومبر په میاشت کې کله چې یې دغه دنده پر غاړه واخیسته، لږ وروسته یې په لومړۍ لوبه کې د قطر پر وړاندې لوبه یو پر اته ګولونو بایلوده او په هغه وخت کې لا دغې حیرانوونکې نتیجې ته رسیدل له امکانه لیرې بریښیده.
ویستوود زیاته کړه: «لوبغاړي هیجاني دي او موږ په دې باور یو چې افغانستان له پاره آسیایی او د نړیوال جام د مقدماتي لوبو دریم او وروستي پړاو ته د تګ له پاره واقعاً یو تاریخي چانس لرو.»
هندوستانۍ لوبډله هم هڅه کوي چې د لومړي ځل له پاره د نړیوال جام د مقدماتي لوبو دریم پړاو ته لار پیدا کړي.
د هند لوبډله چې گري ایگور شتیماتس یې رزونه کوي، په اوس وخت کې د افغانستان له ټیم څخه د گولونو په تفاوت د A گروپ کې تر قطر وروسته په دوهم ځای کی دی.
په داسې حال کې چې د کویټ تیم هم د پرمختگ په حال کې دی، نو د A په گروپ کې د شته لوبډلو ترمنځ د لوبو د پایلو وړاندوینه لاپسې سختیږي.
GP/KH/AG