د اقليم بدلون د هالند غاټول ګلان ګواښي
غاټول ګلان د هالند ملي خزانه ده. هالند په نړۍ کې د دغه ګلانو ستر صادرونکی دی او له ټولې نړۍ څخه یې سيلانيان ليدو ته ورځي. خو د اقليم بدلون او له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانيا وتلو یې تجارت له خطر سره مخامخ کړی دی.
د ګلانو سمندر
سپرلی په هالند کې له رنګونو ډک يو موسم دی چې دغه هېواد پکې د ګلانو په يوه سمندر بدليږي. د اتلانتیک پر ساحل پروت دا کوچنی هيواد په نړۍ کې د غاټول ګلانو ستر صادرونکی دی چې هر کال څه نا څه ۲،۵ میليونه غاټول ګلان پر نورو هيوادونو پلوري.
د سيلانيانو له پاره زړه راکښونکی
دا ګلان ډېر سيلانيان هم ځان ته راجلبوي. له ټولې نړۍ څخه خلک د دې ګلانو د ښکلا ليدو ته ورځي او انځورونه یې اخلي لکه دلته د ليس په کيوکنهوف مشهوره سيمه کې. د هالنډ اقليم چې سپرلی یې اوږد او يخ وي، د غاټول د ودې له پاره ډېر مناسب دی. خو اوس د اقليم بدلون د غاټول ګلانو کروندګر له سترې ننګونې سره مخامخ کړي دي.
«اقليم بدلون موندلی دی»
اريان سمت، چې دلته د غاټول له خپلو کرونډو څخه په يوه کې یې د ګلانو د ارزونې په حال کې ليدل کیږي، دا د اقليم د بدلون اغیزې احساسوي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «اقليم بدلون موندلی، موږ یې احساسوو. اوس هم ډېر لانده موسمونه لرو.» دې ۵۵ کلن په خپل اوږده کاري ژوند کې ډېر تغيرات تجربه کړي دي، خو د اقليم بدلون يې د ګلانو د دې کورني تجارت پرمخ وړل ستونزمنوي چې نيکه یې په ۱۹۴۰م کال کې پېل کړی وو.
له خطر سره مخامخ ښکلا
لرغونې بادي ژرندې او د غاټولو کروندې: د ډېرو له پاره دا ننداره د هالند يو اصلي انځور وړاندې کوي، خو اوس د نړيوالې تودوخې له کبله چې د ډېرو اوبو د تبخير کيدو باعث ګرځي، له ګواښ سره مخامخ ده. دا په دې معنا ده چې ژمي ډېر لانده وي چې دا بيا په پسرلي او دوبي کې د ګرمو څپو باعث ګرځي او دا څه د غاټولو له پاره يو وژونکی ترکيب دی.
د ګلانو پر ځای خټې
سمت د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «تېر کال يوازې بارانونه ول او نتیجه یې تاسې ليدلی شئ.» د هغه د ۸ او ۹ سلنه ترمنځ غاټول تلف شول او ډېر یې تر ګواښ لاندې دي. دا چې ژمي دومره لانده دي، نو د غاټولو رېښې د اوبو په لټه پسې په ځمکه کې ډېرې ژورې نه ځي. سمت وايي: «زه اوس ډېر بيريدلي يم [....] چې په ګرم موسم کې به دوی د اړتيا وړ اوبو د جذبولو له پاره کافي رېښې ونه لري او له منځه به ولاړ شي.
خراب موسم او مخ پر زياتيدونکی لګښت
سمت په عمومي توګه بېلا بېل ډول ۱۱ میليونه غاټول توليدوي، خو سږ کال د خراب موسم له کبله د ناکافي حاصلاتو ويره لري. لګښتونه یې هم مخ پر زياتید دي: دا چې نوموړي به په يوه موسم کې خپلې کروندې له دوو تر څلورو ځلو پورې اوبه کولې، په دې وروستيو کلونو کې یې کروندو حتی يو ځل په اونۍ کې اوبو ته اړتيا پيدا کوله چې په دې توګه د غاټولو کرهنه ډېره ګران بيه تماميږي.
له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل يوه بله ننګونه ده
د غاټول ګلانو هالنډي کروندګر اوس له يوې بلې ننګونې سره مخامخ دي: د بريګزټ يا له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانيا د وتلو له کبله پر سرحد لا کلک کنترول. د ۲۰۲۴م کال د اپريل د ۳۰مې نیټې وروسته بايد ډېر بوټي انګلستان ته تر داخليدو د مخه له فزيکي کنتروله تير شي. سمت اټکل کوي چې څه نا څه ۸۰ سلنه حاصلات یې له هېواده دباندې ځي.
له راتلونکو ننګونو سره مقابله
سمت وايي چې د سرحدي کنترول پر وخت ځنډ به د ګلانونو له پاره د «يوه ناورين» په معنا وي. خو دی تمه لري چې د هالند دې ملي فصل ته د متوجې ننګونو مقابله به وکړای شي. هغه وايي: «دا سخت کار دی خو که سړی یې [ننګونې] په ښه توګه کنترول کړای شي، نو د غاټولو په صنعت کې سړی ډېره ګټه په لاس راوړلی شي.»