د المپيک لوبو تر ټولو زړه اتله د ۱۰۳ کلونو په عمر مړه سوه
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبهد فرانسې خبري آژانس په حواله، د المپیايي لوبو تر ټولو زړه اتله اگنیس کیلیتي، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ دوهمه) په بوداپست کي مړه سوه. کلیتي، تیره اونۍ د سږو د التهاب له امله روغتون ته انتقال سوې وه. هغه به د جنورۍ پر لسمه ۱۰۴ کلنه سوې وای.
د هنگري صدراعظم ویکتور اوربان پر خپل فیسبوک پاڼه د کیلیتي، یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: «ستا له ټولو هلوځلو مننه! خدای دي درسره وي.»
دغي هنگرۍ له پيښو ډک ژوند تير کړ: د ۱۹۵۲م کال د المپيک په لوبو کي چي په هلسنګي کښي وې او د ۱۹۵۶ کال لوبي چي په ميلبورن کي وې پنځه د سروزرو او ۱۰ د برونزو مډالونه وګټل. هغې باید د ۱۹۴۰م کال د المپيک په لوبو کي هم گډون کړی وای، خو د دوهمې نړیوالې جگړې له امله دغه لوبې و نه سوې. وروسته د یهودي په توگه له لوبو څخه منع کړای سوه. هغه د نوو نازیانو له وژنو څخه په یوه پټنځای کي ژوندۍ پاته سوه. خو د هغې پلار او نور خپلوان په اوسشویتڅ کي په بې رحمانه توگه ووژل سول.
دغي یهودۍ تر ورزشي فعالیتونو وروسته خپل د ژوند ډېر کلونه په اسرائیل کي د ترینرې په توگه تیر کړل.