د «امفان» طوفان په میليونو انسانان گواښي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهدا له وخت سره مقابله ده: نن چارشنبه به د«امفان» په نامه سخت طوفان هیواد ته دننه ورسیږي. دغه حاره یې طوفان په منځني سرعت سره په ساعت کي څه د پاسه ۲۶۰ کیلومتره، چې د بنګله دیش خليج ته رسيدلی د پنځمي کتګورۍ له یوه سخت توفان سره ورته دی. هواپیژندونکو هغه سختې ویجاړوونی پیشبیني کړي چي له لسیزو راهیسي ښایي ساري ونلري.
د ۲۰۰۷ کال په نوومبر کي د «سيدر« په نامه سخت طوفان له ۳۰۰۰ زیات انسانان وژلي ول. په ۱۹۹۹ کال کي د یوه بل سخت طوفان له امله، حتی شاوخوا ۱۰ زره کسان ووژل سول.
چارواکو خبر ورکړی چې په لسهاوو زره سرپناوي به آماده سي. په بنګله دیش کي به څه د پاسه دوه میلیونه انسانان له ډیرو کښتو سیمو څخه ډاډمنو ځایونو ته انتقال سي. د هند په لویدیځ بنګال ایالت کي باید لږ تر لږه ۲۰۰ زره انسانان خپل کورونه پریږدي، په همسایه ایالت اودیشا کي بیا د هغو شمیر په ښکاره ډول تر یو میلیون هم ډیر دی.
د ټولنیز واټن په ساتلو سره د خلکو انتقال
د هند له طبیعي پیښو سره د مرستي ادارې څرګنده کړې چي د انسانانو د انتقال پر وخت باید ټولنیز واټن په پام کي ونیول سي. په کرونا ویروس باندي د اخته کیدو د خطر له امله، باید دغه کسان په ډله ایزو ځایونو کي خپلي خولې په ماسکونو پټي کړي.
په خاص ډول په بنګله دیش کي د کوکس بازار څه د پاسه ۸۵۰ زره روهینګیایی مهاجر له سخت خطر سره مخامخ دي: هغوی د نړۍ په تر ټولو لوی کمپ ، کوتو پالونګ کي اوسیږي. د کارپوهانو د اټکل له مخي هلته د دې خطر موجود دی چي، سخت بارانونه د کورونو د ويجاړيدو سبب شي. د مالتیزر انترنشنل مرستندویه سازمان په حواله، له باڼس څخه جوړ دغه کورونه په ډیر ساده ډول جوړ سوی دي او مقاومت یې کم دی. په دغه لاګر کي څو ورځي مخکي لا د کووید ۱۹ لومړنۍ پیښي رامنځته سوي دي.
qp/bs (dpa, afp, rtr, epd, kna)