د اوکراین د جګړې تراژیدي؛ ویجاړی، بې ځايه کيدل او د خلکو استقامت
پر اوکراین د روسیې د یرغل درې اوونۍ تيريږي او د خلکو ژوند ورځ تر بلې سختېږي. تر دې دمه د پلازمېني کېف تر نیمایي زیات وګړي له ښاره تښتېدلي دي. د استوګنې سیمې او طبي مرکزونه په بریدونو کې ویجاړ سوې.
د اوکراین پلازمېنه کېف د چهار شنبې په ورځ د مارچ ۱۶؛ یوه ښځه له ماشوم سره د استوګنې ودانۍ مخې ته چې د روسیې د توغندیو له امله ويجاړه شوې ده. د کېف ښاروال ویتالي کلیتچکو وايي، روسیې د چهار شنبې په ماښام د کېف په پودیل ولسوالۍ کې د استوګنې یوه سیمه په نښه کړه، چې کورونه پکښې له مینځه تللي، د ګازو پايپونه ویجاړ شوي او اور يې اخيستی دی. هغه په یوه پیغام کې ویلي چې اور مهار شوی دی.
چهارشنبه، د مارچ ۱۶مه د اوکراین پلازمېنه کېف؛ ژغورونکې ډله د هغي ودانۍ څخه خلک ژغوري چي د روسيې پوځ په هوايي بريد کي زيانمنه شوې ده.
سه شنبه، د مارچ ۱۵مه؛ د اوکراین په پلازمېنه کېف کې د استوګني يوه ودانۍ په توغنديو ولګېده. د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو په ښار کې پر تګ راتګ بنديز ولګاوه. روسي ځواکونه هڅه کوي چې له څو اړخونو کېف محاصره کړي. د اوکراین پلازمېنه د دې محاصرې له پاره چمتووالی نیسي.
دوشنبه، د مارچ ۱۴خارکیف؛ ژغورونکي او اور وژونکي د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف کې د روسیې د توغندي له برید وروسته د استوګنې په سیمه کې په کورونو کې اور لګوي.
دوشنبه، د مارچ ۱۴؛ رضاکاران د اوکراین بیرغ ګنډي او د اوکراین په لوېديځ لویف ښار کې په یوه ورکشاپ کې د لومړنۍ مرستې جعبې چمتو کوي. په داسې حال کې چې د ډیپلوماټیکو خبرو بل پړاو پیل شوی، روسي ځواکونه د اوکراین په بېلابېلو برخو کې خپلو پراخو بریدونو ته دوام ورکړی.
سه شنبه، د مارچ ۱۵ کېیف؛ ژغورونکي د یوې بوډا مېرمنې سره مرسته کوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې د روسیې د پوځ په برید کې ټپي شوې وه. د اوکراین په ختیځ کې د روسیې یرغل د کېف پر مرکز له یو لړ بریدونو سره شدت موندلی دی.
په زرګونو بهرني جنګيالي د روسيې پر وړاندي جنګ کې د اوکراین له خلکو سره د مرستې له پاره دغه هيواد ته روان شوي دي.
شنبه، د مارچ ۱۲مه؛ د اوکراین وسله وال ځواکونه او د کېف په څنډه کې د یوه کور اوسېدونکي د روسیې په بمبارۍ کې زیانمن شوي دي. د کېف په شاوخوا کې د روسي ځواکونو دایره نوره هم تنګیږي.
شنبه، د مارچ ۱۲مه؛ په اوکراین کې د روسیې د یرغل پر ۱۷مه ورځ، یو مسافر په کېف کې د ټرام له کړکۍ بهر ګورې. د ۲۰۲۲ کال د فبروري مياشتي پر ۲۴ مه په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، د اوکراین له ګڼې ګوڼې ډکه پلازمېنه د جګړې په سیمي بدله شوې ده.
پر زیتومیر ښار تر بمبار وروسته یوه ودانۍ. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ په وینا، د روسیې د یرغل له پیل راهیسې تر ۲،۵ ميلیون ډیر اوکراینيان له هيواده تښتېدلي دي. خو ډېرو يې بيا پریکړه کړې ده چې په هيواد کې پاته شي او جګړه وکړي.
د اوکراین رضاکار وسله وال د باریوشکا ښار د يوې ويجاړي ودانۍ مخي ته. څه د پاسه ۱۶۰۰۰ اوکراینیان بیرته هيواد ته ستانه شوي چې د روسیې د تیري پر وړاندې د هیواد دفاع وکړي.