د ايران توغندی ته د امریکا، اسرائيل او بریتانیا غبرګون
۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبهد سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ (د جون ۶) په خپل خبري کنفرانس کې د ایران د دې ادعا په اړه چې د «هایپرسونیک توغندي» یې جوړ کړي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه به د ادعا شوي هایپرسونیک توغندي جزئیاتو ته لاړ نه شم، خو موږ روښانه بندیزونه لګولي، تر څو په سیمه کې د ایران د اقداماتو په شمول د هغوی د توغندیو سره مقابله وکړو.»
اړوند مطلب: ايران خپل لومړی هايپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ
کربي د ایران پر وړاندې د جو بایدن ادارې د بې کفایتۍ انتقاد رد کړ او زیاته یې کړه: «د بایدن حکومت په سیمه کې د ایران د بې ثباته کړنو او د دغه هيواد توغندیو پروګرام د پراختیا پر وړاندې خورا روښانه، دقیق او پریکړنده عمل کړی دی.»
ایران د سه شنبې په ورځ د ولسمشر ابراهیم رئیس په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې «د فتاح په نوم هايپرسونیک يا له غږ څخه چټک توغندی» د جوړولو ادعا وکړه.
له دغو مراسمو څو ساعته وروسته د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر په چټک غبرګون سره په ایران، چین او هانګ کانګ کې د ایران د توغندیو له پروګرامونو سره تړلې یوه شبکه تحریم کړه.
د بريتانیا غبرګون
په همدې حال کې د بریتانیا حکومت هم د ایران دغې ادعا ته غبرګون ښودلی او د ایران له لورې د نوی توغندی جوړول یې له نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه او نړیوال امنیت ته ګواښ بللی دی.
اړوند مطلب: د ایران د «اټومي اوبتلونو» خطر څومره جدي دی؟
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کښې یادونه کړي چې ایران یو نوی بالیستیک توغندی هم وښودو، چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ځلونو له دغه هیواده غوښتی دي چې خپل د توغنديو پروګرامونه بند کړي.
په بیانیه کې راغلي دي: «دا اقدام، یوازې څو اونۍ وروسته له دې چې ایران ادعا وکړه، چې په بریالیتوب سره یې د بالستیک توغندي په ورته وړتیا سره ازمويلی دی، د نړیوالو بندیزونه او د نړۍ امنیت ته د دغه رژیم جدي ګواښ په وړاندې د دغه هیواد د دوامداره بې پامۍ ښودنه کوي.»
د برتانيا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې هیواد یې د خپلو ملګرو سره یو ځای ژمن دی چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي له پاره هر ډیپلوماټیک ګام پورته کړی دی، دا رژیم په ټوله نړۍ کې د خپلو ویجاړونکو فعالیتونو له پاره دی.
ګالانت: اسرئیل پوهیږي چې څنګه د خپلو اتباعو ساتنه وکړي
له بلې خوا د اسرائیل د دفاع وزیر یوف ګالانت هم د سې شنبې په ورځ په دغه هیواد کښې له یوې پوځی اډې څخه د لیدنې په ترڅ کښې د «هایپرسونیک» توغندی د جوړولو په هکله د ایران د ادعا په غبرګون کښې وویل: «اسرائیل تل حل لاره لري، چې د هغې سره مقابله وکړي.»
اړوند مطلب: د اسرائیل پر اټومي تاسیساتو د سپاه پاسداران د بریدونو ګواښ
د ټایمز آف اسرائیل ورځپاڼې په وینا، ګالانت زیاته کړه: «ما اوریدلي دي چې زموږ دښمنان د خپلو وسلو په پرمختګونو ویاړي، موږ تل د مقابلې له پاره غوره ځواب لرو. که د ځمکې، هوا یا سمندر له لارې، د دفاع یا برید له پاره وي.»
هغه په یوه ویډیویي بیانیه کې هم ټینګار وکړ چې «اسرائیل پوهیږي چې څنګه د خپلو اتباعو دفاع وکړي او که خدای مه کړه، زموږ په وړاندې یې جګړه پیل کړي، په یوې ضربې سره به هغوی مات کړي.»
اړوند مطلب: ایران تر ځمکې لاندي له نویو بالستیک توغندیو پرده پورته کړې
د ایران د فتاح توغندي له نندارې څخه دولس ورځې مخکې د خیبر په نوم یو نوی توغندي وښودو، چې ویل کیږي دوه زره کیلومتره واټن ویشتلی شي او د خرمشهر د بالستیک توغندي د نسل وروستۍ نسخه ده.
د ایران د دفاع وزیر د پرانېستې په مراسمو کښې ویلي چې د خیبر توغندی «یو نښه کوونکی» توغندی دی چې د «رادار او د دښمن د هوايي دفاع څخه د تیریدو« وړتیا لري.
DW-FZ.NZ