د اړتیا وړو اوبو پوره کولو له پاره ودونه
د وچکالۍ پر مهال د هند د ځنیو سیمو خلک د اوبو په یوه غوړپ پسې زوریږي. په هند کې د دینگانمل کلي یو شمیر نارینه له همدې امله دوه یا دری ودونه هم کوي. دغه ښځې باید د کور د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
یو خاوند او دری میرمنې
د ۶۶ کلن ساکها رام بهگت د میرمنو شمیر لوړ شوې. هغه وایې:« زما لومړۍ ښځې باید د ماشومانو پالنه کړی وای، کله چې زما دویمه ښځه ناروغه شوه او د اوبو دراوړلو له پاره نور څوک نه وو بیا نو زه مجبوره شوم دریم واده وکړم.»
« د اوبه راوړونکي ښځې» په توگه د احترام وړ
بهگت(په انځور کې ښې خواته) له خپلو میرمنو بهاگي(کیڼ اړخ ته) او ساکهري (له کیڼ څخه دویمه)سره په اوبو پسې روان دی. د هندوستان په لیرو پرتو سیمو کې اوبو راوړونکو ښځو ته د احترام په سترگه کتل کیږي، ځکه دوی له ډیرې لیرې فاصلې څخه اوبه راوړي.
په جسماني ډول ډیر سخت کار
یوه کلیواله ښځه له کوهي څخه خپل منگي ډکوي. د هندوستان په دریم لوی ایالت مهاراشتر کې د رسمي ارقامو پر اساس۱۹۰۰۰ کلي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري.
په کور کې د اوبو زیرمه کول
په مهاراشتر ایالت کې خلک د څښاک اوبو قلت او وچکالې اندیښمن کړي دي. له همدې امله کلیوالي خلک په منگیو کې اوبه زیرمه کوي او دغه اوبه بیا په داسې ځای کې ږدي چیرې چې سیورې وي.
په هندوستان کې له یوه څخه پر ډیرو ودونو بندیز
په هندوستان کې په رسمي ډول یو سړی اجاره نه لري چې تر یوې ډیرې میرمنې ولري. خو سره له دې هم د هندوستان په دینگانمل سیمه کې ډیر داسې کورنۍ شته چې په هغې کې« اوبه راوړونکي ښځي» وي. په دې انځور کې نام دیو له خپلو دوو میرمنو شِوارتي(کیڼ) او باگابائې(ښي) سره لیدل کیږي.
کونډې او د کور یوازیني نفقه راوړونکي
د نام دیو دویمه ښځه شِوارتي له کوهي څخه د بیرته راتگ پر وخت یو طرفته خپل لمسې په غیږ کې نیولې او له بلې خوا یې د اوبو دوه ډک منگي پر سر ایښي دي. اکثره اوبه راوړونکي ښځې کونډی وي او یا هم د کور یوازني نفقه گټونکي دي.
تور او سپين یادگاري انځورونه
باگابائی د نام دیو لومړنۍ میرمنه ده. د باگابائې په کور کې له میړه سره د هغې یو ډیر پخوانې توراو سپين انځور پر دیوال لگول شوې دی. له دې انځور څخه داسې معلومیږي چې په ځینو سیمو کې دویمې او دریمې میرمنې ته د لومړۍ میرمنې درجه نه ورکول کیږي.