1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران ولسمشر او د سعودي ولیعهد د فلسطین په هکله خبرې کړي

۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د غزې تراړې د وضعیت په تړاو تیلفوني خبرې کړې دي. ملګرو ملتونو بیا د فلسطیني کډوالو له پاره د مرستو راټول پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4XQzM
Gazastreifen Schäden nach Luftschlägen
انځور: BELAL AL SABBAGH/AFP

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سیاسي مرستیال محمد جمشیدي د چهارشنبې په ورځ د ( اکتوبر ۱۱) په خپله ټولنیزه پاڼه اېکس (پخواني ټویټر) د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ د تیلفوني خبرو خبر ورکړی دی.

د جمشیدي په وینا، رئیسي او بن سلمان د فلسطین  او د « د جنګي جنایتونو د درولو د اړتیا» په اړه خبرې کړې دي. د دغه تیلفوني خبرو په اړه چې ۴۵ دقیقې اوږدې وې، نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان څه موده وړاندې له اسراییلو سره د خپل هېواد د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرې کړې وې. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي دي، چې هېواد یې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کېدو پر لور ګام په ګام روان دی.

خو د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي دغه عادي کول یو «قمار» او «په بایلونکي آس باندې شرط» بللی دی او دا چې پایله به یې هم بایلل وي.

د فلسطیني ملکیانو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو غوښتنه

په عین حال کې  په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو او کار ادارې (UNRWA) د فلسطیني کډوالو له پاره د مرستو راټولول پیل کړې دي. د " شپیګل آنلاین" آلمانۍ رسنۍ د رپوټ سره سم، د ملګرو ملتونو سره تړلی دغه بنسټ په نوار کې له غیر نظامي خلکو سره د مرستې لپاره  سمدستي ۱۰۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. 

د نشر شویو راپورونو له مخې، په غزې تړانګه کې د دې مرستندویه مؤسسې زیرمې یوازې د ۱۵۰ زره کسانو د ۱۲ ورځو له پاره بسنه کوي. دغه بنسټ د یو «بې ساري انساني غمیزې» خبرداری ورکړی دی.

د "الجزیرې" تلویزوني شبکې د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۱مه) یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې اعلان شوی و چې د حماس نظامي څانګې عزالدین قسام کنډکونو له یرغمل شویو اسرائیلانو څخه یوه میرمن او دوه ماشومان ازاد کړې دي. 

 په فلم کې د دغو کسانو د ازادیدو ځای مشخص نه دی. ازاد شوي کسان د کټارو سره نږدې په ازاده فضا کې لیدل کیږي. اسرائیلي چارواکو تر اوسه د دې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.