د ایران په کرمان ولایت کی سخته بېوزلي
د ایران یوه خبری آژانس د کرمان په جنوب کی د ناوړه حالت په هکله لیکلي چی په دغه ځای کی ناوړه شرایط هیڅ د ویلو نه دي. د کرمان په جنوب کی د سختې بیوزلۍ په اړه څو انځورونه دلته کتلای سئ:
د کرمان ولایت لویدیځه برخه یوه تر ټولو زیاته محرومو سیمو څخه شمیرل کیږي. مخکی تر دې د «ایسنا» خبری آژانس په خپل یوه رپوټ کی لیکلي ول چی د «محرومیت» اصطلاح هم د دغه ډول ناوړو شرایطو له بیان څخه عاجزه ده.
د اوبو کموالی د سیمی د خلکو عمده مشکل جوړوي. د «مهر» د خبری آژانس په حواله د کرمان د جنوبي برخي اوسیدونکي ، ۲۵ کاله کیږي چی د اوبو د سختی کموالي سره مخامخ دي.
د نوموړي رپوټ په حواله په دغه سیمه کی زراعت چی تاریخي سابقه لري ، له منځه تللی او دسیمی اوسیدونکي حتی د څښلو پاکی اوبه هم نه لري.
په دغه رپوټ کی همدارنگه راغلی چی پرته له سم تخنیک څخه د اوبو د بیلابیلو بندونو جوړول هم د"هلیلرود" سیند د خطر سره مخامخ کړی دی.
ددغه عکس په توضیح کی راغلی چی ۲۹ کلنه راضیه د اصغرآباد په کلي کی د "قلعهگنج" په ۲۰ کیلومتری کی ژوند کوي . په نوموړي رپوټ کی راغلی چی د راضیې خاوند د زراعت د نشتوالي او اوبو د کموالي له امله بندر عباس ته د کار کولو له پاره ځي. هغه یو بنا دی او په ورځ کی ۳۰ زره تومنه په لاس راوړي.
دکرمان په جنوب کی د خیمو اوسیدونکي.
د کرمان په جنوب کی د "گازبر" د کلي ښځي .
د ورځني لگښت له پاره د اوبو انتقالول.
۷۰ کله خداخیر هغه ښځه ده چی د کرمان په جنوب کی یې نور د وچکالۍ له امله ، اولادونه نه سي کولای په کرهڼه لاس پوری کړي.
د کرمان د ولایت د جنوي برخی زیاتره کوچنیان حتی یوه تذکره هم نه لري.
د کرمان په جنوبی سیمو کی خلک له هرڅه نه محروم دي.
مخکی تر دی د کرمان په جنوب کی د «چاه ابراهیم » په نامه کلی څخه یوې ښځي د "ایسنا" خبری آژانس ته ویلی وه چی «دغه کلی سړک نه لري او تر اوسه درې تنه د لړم د چیچلو او دارو درملو ته د نه لاس رسي له امله له منځه تللي دي»
د کرمان د جنوبی برخو په سیمه کی د فقر او محرومیت صحنې.
د کرمان په جنوب کی محرومی سیمې.