د ایټالیې پخوانی صدراعظم سیلویو برلسکوني ومړ
۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبهد ایټالیا سیاستوالو د خواشینۍ او غمشریکۍ په وړاندي کولو سره د پخواني صدراعظم سیلویو برلسکوني د مړیني په وړاندي غبرګون وښود. لکه څنګه چې د هغه یوه ویاند د کاتولیکي خبري آژانس (KNA) ته ددې خبري پخلی وکړ، نوموړی سیاستوال او سوداګر د دوشنبې په سهار د ۸۶ کلونو په عمر د میلان په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د اپریل په پیل کې دا څرگنده سوې وه چې د ایټالیا د «فورزا ایټالیا» د ګوند دغه بڼسټ ایښودونکی د ویني په سرطان اخته دی.
په ایټالیا کي د ۸۰۰ میلیونو يورو په ارزښت کوکاین ضبط سوي
د ايټالیې لومړۍ وزيرې ، جورجیا میلوني په خپل څه ناڅه یو دقیقه یي ویدیویي پیغام کې له برلسکوني داسي یادونه وکړه :« تر ټولو د مخه هغه یو مبارز وو» چې هیڅکله یې بیره درلودله چې له خپلو عقايد څخه دفاع وکړي. نوموړي صدراعظمې چې د دفاع د وزیر، ګیدو کروسیتو په شان د «فراتیلی دی ایتالیا» په ګوند پورې اړه لري، وویل : «په زړه ورتیا او تعهد سره یې په سیاست، اړیکو او اقتصاد کې « حقیقي بدلون» ته لاره وموندله. د دفاع وزیر د برلسکوني د مړیني په غبرګون کې د «یوې مهمې دورې» له پای ته رسیدو څخه خبره وکړه.
د زیربنایي چارو وزیر، ماتیو سالویني هغه ته دعا وکړه او ويې ویل چې یو »ډیر ښه ملګری« یې له لاسه ورکړ. د هغه په خبره برلسکوني یو تر ټولو سترو کسانو څخه وو، په ټولو برخو کې، له هرې زاویې او پرته له مقایسې. سالويني زياته کړه چې هغه د ایټالیا له پاره ډیر څه ترسره کړل او یوه نه ډکیدونکې خلا یې پریښوده. نوموړي وويل سالویني ډیر غمجن دی او اوښکي تویوي.
ايټاليا: د مهاجرو لېږدونکې يوې کښتۍ په سر يرغمل نيونه شوې که نه؟
د ایټالیا پخواني صدراعظم، ماتیو رینزي ټینګار وکړ، برلسکوني په ایټالیا کې تاریخ ولیکه. د «ایټالیا ويوا» د ګوند دغه بڼسټ ایښودونکي او مشر وویل: «پر ډیرو هغه ګران وو، ډیرو کرکه ورڅخه لرله: اوس باید هرڅوک په دې پوه سي چی پر سیاسي ژوندانه، اقتصاد، سپورټ او تلویزیون باندي د هغه اغیز بې ساري وو».
GP/BS/AG