د ترمپ او پوتین دویمه پټه احتمالي لیدنه
۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبهد سپینې ماڼۍ یوه چارواکي دغه غونډې تایید کړې ده خو روښانه کړې یې نه ده چې په هغې کې څه تیر شوي دي. ویل کیږي چې دغه غیر رسمي غونډې د جولای میاشتې په سر کې د G20 ناستې په څنډه کې ترسره شوې ده. سپینې ماڼۍ دغه غونډې د CNN، NBC NEWS او رویترز رسنیو ته تایید کړې ده.
دواړو مشرانو د جولای پر اوومه نیټه د رسنیو پر وړاندې د دوو ساعتونو له پاره سره ولیدل. د دغې لیدنې په اړه هم ډیر بحثونه وشول. ولسمشر ترمپ بیا وروسته روښانه کړه چې پوتین د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
خو اوس داسې رپوټونه هم شته چې په دویمه لیدنه کې ترمپ له ولسمشر پوتین سره د دوو ساعتونو له پاره غږیدلی دی. په دې غونډه کې د پوتین له ژباړونکي پرته بل څوک حاضر نه وو.
د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې په دې نظر دي چې روسیې د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې او هڅه یې کړې ده چې ترمپ د دغو ټاکنو ګټونکی شي. همدا اوس هم د ولسمشر ترمپ د انتخاباتي تیم او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه څو بیلابیلې څیړنې روانې دي.
په وروستیو وختونو کې دا هم څرګنده شوه چې د ولسمشر ترمپ مشر زوی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له یوې داسې روسي وکیلي سره لیدلي وو، چې ورته یې د هیلري کلنتن په اړه د ویجاوړونکو معلوماتو ژمنه کړې وه. د ترمپ زوی د دې وکیلې سره د لیدنې په اړه یو لړ بریښنالیکونه هم خپاره کړل، چې په یوه برخه کې یې راغلي دي چې «دا له ترمپ له د روسیې او د دې هیواد د مرستې» د هڅې یوه برخه ده. وړوکی ترمپ پر دې موضوع سربیره هم د خپل پلار له یو شمیر نورو مشاورینو سره دې غونډې ته تللی وو.
ولسمشر ترمپ د خپل کار له پیلولو راهیسې له روسیې سره هغه ته د نژدې کسانو د احتمالي اړیکو له کبله تر نیوکو لاندې دی. اوس بیا هم پر ترمپ باندې نیوکې شوې دي چې که یې دغې ناستې ته خپل ژباړونکی نه وي بیولی نو د امریکا د ملي امنیت قوانین یې مات کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.02.2017):