د جیمي کارتر ژوند په انځورونو کي
د سولي د نوبل جایزې گټوونکی جیمي کارتر، د خپل اخلاقي اصولو او ډیپلوماټیک چلند له امله په ټوله نړۍ کي د درناوي وړ وگرځید. نوموړی له ۱۹۷۷م کال څخه تر ۱۹۸۱ پوري د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وو.
عاجزانه پیل
جیمي کارتر، خپله دنده د ممپلیو له کروندگر څخه پیل او د امریکا ولسمشر سو. د ویتنام له جگړې او د ولسمشر ریچارډ نیکلسن پر وړاندي د واټر گیټ له رسوایۍ وروسته ډیریو امریکایانو د یوه سیاسي بدلون پلوي کوله او هغه ته یې رایه ورکړه. کارتر خپلو رایه ورکوونکو ته وویل: «که زه تاسو ته کوم وخت ته درواغ ووایم، که زه کله هم بې لاري کوونکې وینا ورکړم، نو ما ته رایه مه راکوئ. زه د دې وړ نه یم چې ستا سو ولسمشر سم.»
د مساوي حق میرمن
کارتر په ۱۹۴۶م کال کي له روزالین، سره واده وکړ چي د خپل ځانگړي سیاسي تعهد له امله د امریکا د لومړۍ مېرمنې په نوم مشهوره سوه. هغې د کابینې په غونډو کي هم برخه اخیسته. په دغه انځور کي دوی دواړه په ۱۹۷۶م کال کي د ډیموکراټانو د گوند د ورځې په مناسبت د کورنۍ له ډیریو غړو سره لیدل کیږي. دوی په ۱۹۸۲م کال کي په اتلانتا کي د دیموکراسۍ او بشري حقونو د ودې د میراث په نوم د کارتر د سنټر بڼسټ کښېښود.
کارتر او بایدن؛ غمجن ملگري
د امریکا ولسمشر جوبایدن، د کارتر پر مړیني خپله خواشیني څرگنده او وې ویل چي نړۍ یو «فوق العاده مشر، سیاستوال او بشردوسته» کس یې له لاسه ورکړ. په دغه انځور کي په ۱۹۷۸م کال کي کیڼې خواته کارتر او ښي خواته بایدن لیدل کیږي.
مخکښان
پخوانی ولسمشر بارک اوباما، یادونه کوي چي کارتر له خپلو رایه ورکوونکو سره ژمنه کړې وه چي تل به حقیقت وایاست. اوباما د کارتر د مړیني په مناسبت وویل: «او هغه دا کار وکړ. نوموړی د عامو خلکو د گټو له پاره ودرید، دا مهمه نه وه چي کوم عواقب به ولري.» نوموړی زیاتوي: «هغه په دې باور وو چي د دوهم ځلې انتخاب په پرتله ځیني نور شیان هم مهم دي. لکه، صداقت، احترام او مهرباني».
سوله غوښتونکي
د امریکا ولسمشر جیمي کارتر د مصر د ولسمشر انورالسادات او اسرائیل د ولسمشر میناخیم بیگن، ترمنځ د سولي تړون منځگریتوب وکړ. سادات او بیگن په ۱۹۷۸م کال کي د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. کارتر دغه جایزه په ۲۰۰۲م کال کي د نورو ترڅنگ د "نړیوالو شخړو د سوله ایز حل د پیدا کولو له پاره د نه ستړي کیدونکو هڅو" له امله ترلاسه کړه.
د منځني ختيځ پیچلې موضوع
کارتر وروسته له خپلو ځای ناستو څخه په دفتر کي غوښتل چي فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني، خو نتیجه یې ور نه کړه. په دغه انځور کي نوموړی په ۱۹۹۶م کال کي په غزه کي د فلسطین له مشر یاسر عرفات سره د ملاقات په حال کي لیدل کیږي. د اسرائيل حکومت کارتر په غوسه کړ کله چې یې پوښتنه وکړه چي ایا له فلسطینیانو سره د اسرائیل چلند د "توکمپالنې" په معنی نه دی.
په شاهي کورنۍ کي تیروتنه
په باکینګهام ماڼۍ کي د استوگني پرمهال چی ملکې دوهمې الیزابت هغه ته بلنه ورکړې وه، کارتر د هغې مور ملکه مام، د روغبړ پر وخت پر شونډو ښکله کړه او په دې ډول یې د شاهي کورنۍ له اصولو څخه سرغړونه وکړه.
ناخوښه اړیکي
د امریکا د ولسمشر جیمي کارتر، او جرمني د صدراعظم هلموت شمیت، ترمنځ اړیکي له دښمنیو یو څه ډکې وې. کارتر خپل د خاطراتو په کتابچه کي لیکلي وه چې د ۱۹۸۰م کال د ولسمشرۍ په کمپاین کې د رونالډ ریګن له خوا د هغه د ماتې یو څو مثبت اړخونه دا وه چې هغه نور د هیلمټ شمیت سره معامله نه کوله.
د جمهوري غوښتونکی حريف
د کارتر شهرت په تېره بیا په ۱۹۷۹م کال کي د ایران له اسلامي انقلاب وروسته راکم سو، کله چي په تهران کي د امریکا په سفارت کې ۶۶ امریکایان یرغمل ونیول سول. اته امریکایان د ۱۹۸۰م کال په اپریل میاشت کې د يرغملو د آزادۍ په ناکامه هڅه کي ووژل سول. کارتر د ۱۹۸۰م کال په ټاکنو کې ماته وخوړه او رونالډ ریګن وګټله.
له دښمن سره دوستانه ملاقات
د ۲۰۰۲م کال په می مياشت کي کارتر کیوبا ته سفر وکړ او د دغه کمونیستي هیواد په ټلویزیون کي یې یوه وینا وکړه. نوموړی له لسیزو راهیسي د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوړپوړی چارواکی وو چي کیوبا ته یې سفر کړی دی. کارتر د کیوبا له ولسمشر فیدل کاسترو سره په گډه د بیس بال لوبه ولیدله.
د امریکا ولسمشران په یوه ردیف کي
په سپینه ماڼۍ کي د لوړې کچې گروپي عکس: په دغه انځور کي له کیڼ څخه ښي اړخ ته، جورج ایچ دبلیو بوش، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، بیل کلینتن او جیمي کارتر لیدل کیږي.
تر ټولو زاړه کسان
په ۲۰۰۷م کال کي جیمي کارتر د جنوبي افریقا د هغه وخت له ولسمشر نلسون ماندیلا د تر ټولو زړو کسانو ډلې د جوړولو بڼسټ کښیښود. په دغه ډله کي هغه لوړپوړي دولتي او حکومتي ښځینه او نارینه سیاستوال شاملیږي چي د ستونزمنو موضوعگانو، شخړو د حل او بشري حقونو په اړه د ډیپلوماتیکو مشورې د ورکولو له پاره خپلې تجربې کاروي.
د بشریت له پاره استوگنځی
کارتر او میرمن یې روزالین له ۱۹۸۴م کال راهیسي په کال کي یوه اونۍ چي له فزیکي لحاظه یې کولای سول، د بشریت له پاره استونگي په نوم مرستندویه سازمان له پاره د اړمنو خلکو له پاره کورونه جوړول. هغوی په ۱۴ هیوادونو کي د څه ناڅه ۱۰۳ زره داوطلبو کسانو په لرلو سره خپل وخت ځانگړی کړی وو.
زوړ سیاستوال
د زوړتیا او ناروغۍ نخښې: کارتر په ۲۰۲۳م کال کي د امریکا متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کي کوچني ښار پلینس کي له خپل کور څخه د تجمع مرکز ته انتقال سو. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کي لومړنی ولسمشر وو چي ۱۰۰ کلن سو. لکه څنگه چي هغه په خپله اعلان وکړ، نوموړی په ۲۰۲۴م کال کي لا طبعاً د دیموکراټانو کاندیدې کامالا هریس ته خپله رایه ورکړه.