د داعش يوه غړې بېرته آلمان ته ستنه شوه
۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبهد آلماني پولیسو ویاند وویل چې دغه څلور تنه د شنبې په ماښام د آلمان په یوه تجارتي الوتکه کې فرانکفورت ته رسیدلي دي. دغې الوتکې د عراق په شمال کې له اربيل څخه پرواز کړی وو.
په دې ترتیب دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د آلمان حکومت په ملاتړ آلمان ته ستنیږي چې د «اسلامي دولت» ترهګرۍ ډلې تر کنترول لاندې سیمې ته یي سفر کړی وو. تر اوسه پورې آلمان یوازې هغه ماشومان بیرته راوستي دي چې د سوریي په زندانونو کې ول.
د نيولو امر يې نشته
د فرانکفورت د لويې څارنوالۍ د یوه ویاند په خبره له دغې ۳۰ کلنې میرمنې څخه به په یوه بهرني ترهګریز سازمان کې د غړيتوب او د خپلو ماشومانو د پالنې او روزنې له مکلفیت څخه د سرغړونې په هکله پوښتنې او ګرویږنې وشي. خو د هغې د نيولو امر بيا صادر شوی نه دی.
د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه ښځه لورا «ايچ» نومیږي چې د ګيسن سیمې اوسیدونکې ده. ویل کیږي چې نوموړې په ۲۰۱۶ م کال کې له خپلو دوو ماشومانو سره سوریې ته تللې او هلته له داعش سره یوځای شوې وه.
د آلمان حکومت د هغو ښځو په اړه چې د سوریي له زندانونو څخه بیرته آلمان ته راتګ غواړي ویلي دي چې د هرې یوې دوسیه به په انفرادي ډول ؤ اروزل شي. د اګست په میاشت کې د داعش د غړو درې یتیم ماشومان او یو بل ماشوم چې ډیر سخت ناروغه وو، له عراق څخه آلمان ته راوستل شوي ول.
wa/haz (dpa, afp)/sn/ns
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوت: