1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسان د پارلماني انتخاباتو په وروستۍ ورځ خپلې رايې ورکوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

نن يکشنبه (د سپتمبر ۱۹مه) وروستۍ ورځ ده چې روسان په کې د دغه هیواد د نوي پارلمان له پاره خپلې رايې ورکوي. وړاندوينه کيږي چې حاکم ګوند چې له پوتين څخه ملاتړ کوي، په دغو انتخاباتو کې مخکښ دی.

https://p.dw.com/p/40WUu
Russland Kemerowo | Parlamentswahl
انځور: Maxim Kiselev/TASS/picture alliance

په روسیه کې د انتخاباتو په شرایط برابر شاوخوا ۱۱۰ ميلیونه کسان حضور لري. په پام کې ده دوی به د نن ورځې تر پايه پورې د روسيې راتلونکو قانون جوړونکو له پاره خپلې رايې وکاروي. «دولتي دوما» یا د روسيې پارلمان ۴۵۰ څوکۍ لري. په دغو انتخاباتو کې د حاکم ګوند یعنې د «متحدې روسيې» ګوند بریا، یوه قطعي نتیجه ګڼل کيږي. دغه ګوند په تیرو دوو لسیزو کې د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتین څخه ملاتړ کړی دی.

تصمیم نیونکو چارواکو ویلي دي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په خاطر يې د رای ورکولو موده درې ورځې ټاکلې ده. خو د اپوزيسيون لوري بیا ويلي دي چې دغه اقدام کولی شي د رای ورکونې په بهیر کې تقلب ته زمینه مساعده کړي.

په پام کې ده د انتخاباتو د رای ورکونې وروستي مرکزونه، د روسيې پر وخت د ماښام په اتو بجو او د مرکزي اورپا په وخت د ماښام په ۷ بجو په کالينینګراد ښار کې وتړل شي.

Russland | Parlamentswahl
خلک کولی شي هم په حضوري توګه او هم په آنلاين طریق خپلې رايې ورکړيانځور: Nikita Bereznyakov/TASS/picture alliance

په انتخاباتو کې خلکو ته دا سهولت برابر شوی وو چې وشي کړی د آنلاین له لارې هم خپلې رايې خپل د خوښې نوماند ته ورکړي. په پام کې ده د هغو رايو نتیجه به ژر د لاسرسي وړ وي چې په آنلان بڼه ورکول کيږي، البته د هغو رايو په پرتله چې د رایو په مرکزونو کې په حضوري ډول ورکول کیږي. د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين هم خپله رايه په آنلاين طریقه ورکړې ده.

که په دغو انتخاباتو کې له يوې خوا د متحدې روسيې ګوند هڅه کوي چې د خپل ستر اکثریت څخه دفاع وکړي، له بلې خوا کمونيست ګوند هم هیله مند دی چې د کرملین د سیاستونو څخه د نارضايتيو د ډيرېدو له کبله به ډیرې رایې وګټي.

مخالف استازي تر ډيره حده له رای ورکولو څخه حذف شوي دي. د رای ورکولو يو تکتيکي پروګرام چې له زندان څخه د روسيې حکومت د مخالف رهبر، الکسي ناوالني له خوا په لاره اچول شوی وو، د ګوګل او اپل مغازو څخه حذف شوی دی.

ناوالني له خلکو غوښتي وو چې په ستراتيژيکه توګه هغو نوماندانو ته رایې ورکړي چې د کرملین د پلويانو په ګوښه کیدو کې تر ټولو ښه عمل ترسره کولی شي.